د هند اوریسا ایالت روغتون کې اورلګېدو ۲۰ کسان وژلي

چارواکي وايي، اور د دوشنبې په ماښام ولګېد بیا وروسته کابو کړل شو.

د عکس سرچینه، Eurpoean Photopress Agency

د عکس تشریح، چارواکي وايي، اور د دوشنبې په ماښام ولګېد بیا وروسته کابو کړل شو.

د هند اوریسا ایالت د بهوبانسوار ښار په یوه خصوصي روغتون کې اورلګېدو لږترلږه ۲۰ کسان وژلي دي.

پولیس وايي، اور د 'سم' په نامه روغتونو کې بل شوی دی.

لسګونه ناروغان ژغورل شوي او د ښار نورو روغتونونو ته وړل شوي دي.

اور وروسته کابو شوی. د پېښې ځای ته ۱۲۰ اور وژونکي رسېدلي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، د اور دغې پېښې ''ټکان'' ورکړی دی.

عیني شاهدانو او د ورغتون سرچینو ویلي، امکان لري چې دغه اور لګېدنه د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځ ته شوې وي.

اور لومړی د درملتون وارډ کې بل شوی او بیا نورو وارډونو ته غځېدلی.

تر ډېره په اور کې د لوګي له کبله ګڼ کسان وژل شوي.

په اور کې تر ۱۰۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي او سوځېدلي دي.

د ګڼو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

په ځینو رپوټونو کې د وژل شویو شمېر ۲۳ کسه ښودلی شوی.

د هند لومړي وزیر پر ټویټر پاڼې د اور لګېدو له کبله غمشریکي ښودلې ده

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د هند لومړي وزیر پر ټویټر پاڼې د اور لګېدو له کبله غمشریکي ښودلې ده
سیمه ییزو تلوېزیونونو ځینې انځورونه ښودلي، چې اور وژونکي پکې روغتون ته د ننوتلو لپاره ښیښې ماتوي

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، سیمه ییزو تلوېزیونونو ځینې انځورونه ښودلي، چې اور وژونکي پکې روغتون ته د ننوتلو لپاره ښیښې ماتوي

عیني شاهدانو ویلي، ځینو وېرېدلو ناروغانو او د روغتون کارکوونکو د ودانۍ له کړکیو د ځان غورځولو هڅې کړې، خو پولیسو دې کار ته نه دي پرېښي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر خپلې ټویټر پاڼې ویلي: په اودیشا کې د روغتون د اور اخیستو په قربانیانو مې ټکان وخوړ. له غمجنو کورنیو سره خپله غمشریکي اعلانوم."

په ۲۰۱۱ کال هم د هند ختیځ کلکتې ښار په یوه روغتون کې اورلګېدو لږترلږه ۸۹ کسان وژلي وو.

او په ۲۰۰۸ کال کې بیا ددغه ښار د اور یوې بلې پېښې تر ۲۵۰۰ ډېر دوکانونه وسوځول.