تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند اوریسا ایالت روغتون کې اورلګېدو ۲۰ کسان وژلي
د هند اوریسا ایالت د بهوبانسوار ښار په یوه خصوصي روغتون کې اورلګېدو لږترلږه ۲۰ کسان وژلي دي.
پولیس وايي، اور د 'سم' په نامه روغتونو کې بل شوی دی.
لسګونه ناروغان ژغورل شوي او د ښار نورو روغتونونو ته وړل شوي دي.
اور وروسته کابو شوی. د پېښې ځای ته ۱۲۰ اور وژونکي رسېدلي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، د اور دغې پېښې ''ټکان'' ورکړی دی.
عیني شاهدانو او د ورغتون سرچینو ویلي، امکان لري چې دغه اور لګېدنه د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځ ته شوې وي.
اور لومړی د درملتون وارډ کې بل شوی او بیا نورو وارډونو ته غځېدلی.
تر ډېره په اور کې د لوګي له کبله ګڼ کسان وژل شوي.
په اور کې تر ۱۰۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي او سوځېدلي دي.
د ګڼو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.
په ځینو رپوټونو کې د وژل شویو شمېر ۲۳ کسه ښودلی شوی.
عیني شاهدانو ویلي، ځینو وېرېدلو ناروغانو او د روغتون کارکوونکو د ودانۍ له کړکیو د ځان غورځولو هڅې کړې، خو پولیسو دې کار ته نه دي پرېښي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر خپلې ټویټر پاڼې ویلي: په اودیشا کې د روغتون د اور اخیستو په قربانیانو مې ټکان وخوړ. له غمجنو کورنیو سره خپله غمشریکي اعلانوم."
په ۲۰۱۱ کال هم د هند ختیځ کلکتې ښار په یوه روغتون کې اورلګېدو لږترلږه ۸۹ کسان وژلي وو.
او په ۲۰۰۸ کال کې بیا ددغه ښار د اور یوې بلې پېښې تر ۲۵۰۰ ډېر دوکانونه وسوځول.