
د اور لګېدو پرمهال ګڼ خلک په ودانۍ کې ویده وو.
د هندوستان ختيځ کلکتې په یوه ناقانونه مارکیټ کې اور لګېدو لږترلږه ۱۹ کسان مړه کړي دي.
پولیس وايي، د سوریا سېن مارکیټ په دوه پوړیزه دودیز ډول جوړ شوی و.
ګڼ کسان سخت سوځېدلي دي، خو چارواکي وايي، چې شاید د مړو شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.
د اور لمبې تر درېیو ساعتونو پورې بلې وې او د اور وژنې ډلې یې د وژلو هڅه کوله.
پولیسو ویلي، اور سهار وختي داسې مهال بل شوی، چې ګڼ خلک ویده وو.
د اور وژنې د خدمتونو حکومتي وزیر جاوید خان اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې "مارکیټ یوازې د وتلو یوه لار لري. هغه کسان چې په مارکیټ کې ایسار پاتې شوي په اور کې سوځېدلي دي. "
ښاغلی خان وايي، دا یو ناقانونه مارکیټ و، همدا وو چې د اور وژنې مخکني تدابیر یې په پام کې نه دي نیول شوي.
د لوېديځ بنګانل یوه وزیره مماتا بنیجي د پېښې ځای ته ورغلې او د هر اړخیزې پلټنې ژمنه یې کړې ده.
"بې نقشې ودانۍ"
هغې ویلي، چې "ناقانونه او یا بې نقشې ودانۍ په ښار کې شته، چې په هېڅ کومه خونه کې یې د اور وژنې لپاره څه نه شته".
دې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د ۲۰۰۰۰۰ روپیو (چې درې زره اووه سوه او څوارلس ډالر کېږي) ژمنه هم کړې ده.
خو وايي چې هر سوځېدلي ته به ۹۳۰ ډالر ورکړي.

د ۲۰۱۱ کال اور په یوه روغتون کې لګېدلی و.
د دغه مارکیټ اور وژلو ته لږترلږه ۲۵ د اور وژنې ګاډي استول شوي او سوځېدلي کسان نژدې روغتونونو ته لېږل شوي دي.
که څه هم تر اوسه د اور لګېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې ودې شي د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځ ته شوی وي.
په وروستیو کلونو کې کلکته کې د اور وژنې ډېرې پېښې شوې دي.
تر ټولو وروستۍ یې د ۲۰۱۱ په دسمبر کې د اور لګېدو هغه پېښه وه، چې په یوه روغتون کې یې لږترلږه ۴۳ کسان ووژل.
او په ۲۰۰۸ کال کې بیا ددغه ښار د اور یوې بلې پېښې تر ۲۵۰۰ ډېر دوکانونه وسوځول.












