د هند په يوه روغتون کې اور ۸۹ کسان ووژل

د عکس سرچینه، Reuters
د هندوستان ختيځ ښار کلکتې په یوه روغتون کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۸۹ کسان وژل شوي دي.
راپورونه وايي ګڼ وژل شوي ناروغان وو، چې د اور په لوګي او لمبو کې راګیر شول.
د ''امري'' په نامه ددغه روغتون مرستیال مشر ایس ابادهایای په لومړي سر کې په اور کې د لږترلږه ۷۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی او وايي چې ۹۰ ناروغان ژغورل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د اور لګېدو لامل لا نه دی روښانه شوی.
دغه اور د تېرې جمعې ورځې پر ګهيځ کې بل شو، خو وايي چې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د هند په ختيځ کې د لوېديځ بنګال حکومت یوې چارواکې ماماتا پاندرجي ویلي د سوځېدلو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی دی.
راپورونه وايي لږترلږه ۴۰ ناروغان د اور په لمبو کې د روغتون د ننه ایسار پاتې شول.
چارواکو ویلي چې اور د روغتون له تکاو راپورته شو.
د اوروژنې ډلې د اور وژلو، د مړو او سوځېدلو کسانو په رایستلو پنځه ساعته لګیا وې.








