د پلوټو پر سطحه لوړ کنګلي غرونه لیدل کېږي

د عکس سرچینه، Nasa via Reuters
له پلوټو سیارې نه نوي ترلاسه شوي انځورونه ښيي، چې هلته خورا دنګ کنګلي غرونه او ژور ګړنګونه موجود دي.
دغه تصویرونه چې د امریکايي ادارې ناسا نوي هورایزونز نومي فضايي بیړۍ اخیستي د پلوټو په اړه تر دې دمه تر ټولو مفصل معلومات بلل کېږي.
همدارنګه دغه انځورونه په دغه سیاره او سپوږمۍ کې د جیولوژیکي فعالیتونو نښې ښيي.
د ناسا د دغه ماموریت غړو د پلوټو پر سطح هغه سیمه چې د زړه په بڼه ده کلاید تومبا ونوموله، کلاید تومبا هغه ستوری پيژندونکی دی چې په ۱۹۳۰ کال کې یې پلوټو کشف کړه.
د دغه ماموریت کارپوه جان اسپنسر خبریالانو ته وویل، نوي خپاره شوي انځورونه د پلوټو پر سطحې د یوې داسې ځمکې ښودونکي دي، چې په وروستیو ۱۰۰ میلیونو کلونو کې د جیولوژیکي فعالیتونو له کبله لکه اورشیندي په متټ رامنځه ته شوې.
نوموړي وویل، د جیولوژي دغه فعالیت یو ډول حرارتي سرچینې ته اړتیا لري.
ډاکټر اسپنسر وویل، نن ورځ مو یو ډېر مهم څه کشف کړ. هغه دا چې د جیولوژیکي فعالیتونو لپاره په کنګل کرو کې د اړتیا وړ انرژي لپاره موږ د جزر و مدی حرارت ته اړتیا نه لرو.

د عکس سرچینه، Other
پروفیسور استرون وویل، دغه کشف ډېر جیوفزیکپوهان د نویو نظریاتو طرحه کولو ته را بولي. همدغه انځورونه د زړه بڼې سیمې څنډه کې یوه لړۍ غرونه ۳۳۰۰ متر لوړوالي سره ښيي.
ښاغلي اسپنسر وویل، احتمالاً دغه غرونه له یخ نه جوړ شوي دي او د پلوټو د یخنۍ درجه دومره ټېټه ده چې د کنګل لویو غرونو هسک پاتې کېدل په کې ممکن دي.
فضايي بیړۍ نیوهورایزنز څه باندې ۹ کال مخکې فضا ته الوت پیل کړ او لا هم فضا کې د الوت په حال کې ده او په ثانیه کې ۱۴ کیلومتره واټن وهي.
فضايي بیړۍ دا مهال ۴،۷ میلیارد کیلومتره له ځمکې نه واټن لري. ۴ ساعته او ۲۵ دقیقې وخت نیسي چې غږ یې تر ځمکې راورسېږي.
د دغه ماموریت د ټیم غړو ډاډ ښودلی و، خو بیا هم دا احتمال و چې نیوهورایزنز فضايي بېړۍ د پلوټو له څنګه د تېرېدو په وخت کې کېدای شي له منځه لاړه شي.
لامل یې دا و چې د پلوټو په چاپېریال کې د یخ ټوټې هاخوا دېخوا وې او که چېرې یې له نیوهورایزنز سره لګېدلې وای نو دغه فضايي بېړۍ به یې له منځه وړې وه.








