نیوهورایزن فضايي بیړۍ په روغه سټه د پلوټو له څنګه تېره شوه

د عکس سرچینه، AP
نیوهورایزن فضايي بیړۍ تر ۵ میلیاردو کیلومترو سفر وروسته له پلوتو تېره شوه.
ساینس پوهانو هغه مهال خوشحالي وښوده، چې بېړۍ له دې سیارې په لږ واټن سره سالمه تېره شوه. نیو هورایزن د نهه نیمو کالو را په دېخوا پلوټو سېارې ته پر لار وه.
له نیوهورایزنز څخه خپور شوی پیغام ښيي چې دغه فضايي بیړۍ په یوه تاریخي الوت کې د پلوټو له څنګه په سالمه توګه تېره شوه.
معلومات ښيي چې له ځمکې سره د دغې فضايي بیړۍ په لومړیو اړیکي کې ښودل شوې، چې د دغې سیارې له څنګه په تېرېدو سره دغې فضايي بیړۍ هیڅ زیان نه دی لیدلی.
فضايي بیړۍ نیوهورایزنز څه باندې ۹ کال مخکې فضا ته الوت پیل کړ او لا هم فضا کې د الوت په حال کې ده او په ثانیه کې ۱۴ کیلومتره واټن وهي.
له دغې فضايي بیړۍ نه استول شوی سیګنال د اسپانیا په مادرید کې د یوه لوی بشقابي انټن په ذریعه پیدا شو، چې په نړۍ کې د ناسا له ارتباطي انټنونو څخه دی.
فضايي بیړۍ دا مهال ۴،۷ میلیارد کیلومتره له ځمکې نه واټن لري. ۴ ساعته او ۲۵ دقیقې وخت نیسي چې غږ یې تر ځمکې راورسېږي.
نوی سیګنال د چهار شنبې په سهار د بریتانیا په وخت ۱:۵۳ بجو ځمکې ته را ورسېد او د اړونده پوهانو او مامورینو اندېښنې یې کمې کړې.

د عکس سرچینه، AFP
د دغې چارې مدیر الیس لومن د فضايي بیړۍ د سلامتیا پیغام په رسېدو سره وویل: ''فضايي بیړۍ سالمه ده، د پلوټو له سیستم څخه استول شوې ډېتا مو ثبت کړې او اوس له سیارې نه د لرې کېدو په حال کې یو''.
نوموړي د خوښيي څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه: ''نه شم کولی خپل احساسات کنټرول کړم، دقیقاً د پروګرام پربنسټ هر څه پر مخه لاړل''.
د ناسا مشر چارلز بولدن وویل: ''له دغه ماموریت سره موږ د شمسي منظومې له ټولو سیاراتو څخه لیدنه وکړه''.
امریکا کې افغان ستوری پيژندونکی اجمل ستانکزی د پلوټو سیارې په اړه وايي، پلوټو تقریباً ۸۵ کاله مخکې کشف شوه پلوټو وړه سیاره ده په ۲۰۰۶ کال کې نیوهورایزنز د پلوټو په خوا روانه شوه چې د نه نیمو کلونو وروسته د چهارشنبې په ورځ د پلوټو لخوا ډېره نژدې تېره شوه او نوي معلومات یې موږ ته راکړل.

د عکس سرچینه، NASA
د امریکا د هوايي فضا سازمان مخکښ پوه جان ګرانسفلد وویل: ''د بشر په تاریخ کې دا فوق ځانګړې شېبه ده، فضايي بیړۍ ډېر نوي انځورونه له ځانه سره لري او د هغو د لیدلو لپاره موږ ډېر خوښ او ناکراره یوو''.
د چهار شنبې د ورځې ډېتا یوازې انجینري معلومات وو، چې اړونده مسولینو ته څرګنده شي آیا د سیارې له څنګه د تېرېدو وروسته هر څه سالم او سم روان دي او که نه.
د دغه ماموریت د ټیم غړو ډاډ ښودلی و، خو بیا هم دا احتمال و چې نیوهورایزنز فضايي بېړۍ د پلوټو له څنګه د تېرېدو په وخت کې کیدای شي له منځه لاړه شي.

د عکس سرچینه، AP
لامل یې دا و چې د پلوټو په چاپېریال کې د یخ ټوټې هاخوا دېخوا وې او که چېرې یې له نیوهورایزنز سره لګېدلې وای نو دغه فضايي بیړۍ به یې له منځه وړې وه.








