د اروپا فوټبال سياليو پايلوبې لپاره امنيتي تدبيرونه ټينګ شوي

د عکس سرچینه، AFP
د اروپايي فوټبال اتلوليو پايلوبه وروسته د فرانسې او پورتګال تر منځ پيلېږي، د دې لوبې شاوخوا مهمو ځايونو د امنيت ټينګولو په موخه له ۵۰۰۰ زيات نوي پوليس ګومارل شوي.
چارواکي وايي د فرانسې د فوټبال لوبغالي سربېره د ايفل ټاور او ځينو نورو مشهورو ځايونو د امنيت ساتلو په موخه هم پوليس ګومارل کېږي.
فرانسوي چارواکي وايي که چېرې دوی دغه اتلولي وګټي د لوبې ګټلو پرېډ به نه ترسره کوي.
پوليس وايي د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د تېر نومبر مياشتې له بريدونو وروسته په لوی شمېر پوځيان د پلازمېنې امنيت ساتي.
د يادولو وړه ده چې بريدګرو د فرانسې د فوټبال لوبغالي تر څنګ پر يو شمېر نورو ځايونو بريدونه کړي وو چې له امله يې ۱۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.
د اروپايي فوټبال چارواکو په وينا په نړيواله کچه شاوخوا ۳۰۰ ميليونه خلک به دغه لوبه په ژوندۍ بڼه د تلويزيون پر پرده وګوري.

د عکس سرچینه، AFP
ويل کېږي ۱۳۰ رسنيو د اروپا فوټبال اتلوليو د خپرېدو حق له يو ميليارد زياتو ډالرو پېرلی دی.
د ۲۰۱۲ کال اروپايي اتلوليو پایلوبه شاوخوا ۲۹۹ ميليونه کسانو ليدلي وه چې اسپانيا په کې ۴- ۰ ايټاليا ته ماته ورکړې وه.
دغو روانو سياليو کې فرانسې پنځه لوبې ګټلې او يوه لوبه يې د سويس پر وړاندې مساوي پای ته رسولې وه. بلخوا د پورتګال دوه لوبې مساوې او پاتې يې ګټلې دي.








