ايټاليا اتلې لوبډلې اسپانيا ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty
فرانسه کې د روانو اروپايي فوټبال سياليو په ترڅ کې ايټاليا اتلې لوبډلې اسپانيا ته دوه صفر ماته ورکړه.
اسپانیا چې دوه ځله یې په پرله پسې توګه د اروپا فوټبال اتلولۍ ګټلې وې و نه توانید چې منځ لوبو ته لاره پیدا کړي.
د ایټالیا لوبډلې لپاره لومړی ګول جيورجيو کيليني په لومړۍ نيمايي کې وکړ او د ګټلو لپاره یې بخت پرانست.
د لوبې په وروستي پړاو کې ګرزينو پلې په دې وتوانېد چې د لوبې دوهم ګول وکړي او د ایټالیا لپاره ګټل یقیني کړي.
د دغې لوبو له ګټلو سره ايټاليا په منځلوبو کې ځان ته ځای وموند.

د ایټالیا راتلونکې لوبه به د جولاي پر دوهمه نېټه له جرمني سره وي.
د ایټالیا او اسپانیا تر منځ سیالۍ کې ډي ګيا ښه دفاع وکړه. ویل کېږي که ده ښه دفاع نه وای کړي نو ښايي ایټالیا سخته ماتې خوړلي وای.
نوموړي د لوبې په لومړيو ۴۵ دقيقو کې درې ځله توپ را اېسار کړ او د ګولو کولو مخه يې ډب کړه.
د ۲۰۱۲ کال اروپا فوټبال سياليو په ترڅ کې اسپانيا ايټاليا ته ۴ صفر ماتې ورکړې وه خو دا ځل يې ونشوای کړای چې د ۱۶ لوبډلو په پړاو کې ترې لوبه وګټي.
تردې وړاندې په روانو سياليو کې د ايټاليا لوبډلې بلجيم او سويډن ته ماته ورکړې وه خو له ايرلنډ يې ماته وخوړله.
همدا اوس بله لوبه د انګلستان او ايسلنډ تر منځ ده، داسې اټکل کېږي چې انګلستان به دغه لوبه وګټي.








