بارسلونا د يواېفا سوپر کپ لوبې وګټلې

د لوبې په ترڅ کې د بارسلونا مشهور لوبغاړي ليونل ميسي دوه ګولونه وکړل

د عکس سرچینه، na

د عکس تشریح، د لوبې په ترڅ کې د بارسلونا مشهور لوبغاړي ليونل ميسي دوه ګولونه وکړل

د يواېفا سوپر کپ په پايلوبه کې بارسلونا، سيويا ته ماته ورکړه. دا پنځم ځل دی چې بارسلونا دغه کپ ګټي.

لوبه د اتو ګولونو په ترسره کولو مساوي پای ته ورسېده، خو پېډرو په اضافي وخت کې وکولای شوای ګول وکړي او لوبه وګټي.

دغه لوبه د جورجيا په پلازمېنه تبليسي کې ترسره شوه.

د لوبې له ګټلو سره بارسلونا د اې سي ميلان د پنځو ځلو اتلوليو ريکارډ هم برابر کړ.

د لوبې په ترڅ کې د بارسلونا مشهور لوبغاړي ليونل ميسي دوه ګولونه وکړل او له دې وروسته ريفينها او لويي سواريز يو، يو ګول وکړ.

د سيويا لوبډلې له خوا د جوز انټونيو، کونو پلاينکا ګولونو او د کيون ګيميرو د پېنلټۍ له امله لوبه اضافي وخت ته وغځېده.

د بارسلونا روزونکی او ټول لوبغاړي د لوبې له ګټلو ډېر خوشاله برېښېدل. ليونل میسي د ښې لوبې له کبله، غوره لوبغاړی ونومول شو.

ده د لوبې پر اوومه او ۱۵ دقيقه کې يو يو ګول وکړ.

له ۲۰۱۱ کال وروسته دا لومړی ځل دی چې بارسلونا د اروپا فوټبال اتلولي ګټي.

د يواېفا سوپر کپ له ګټلو وروسته به بارسلونا په ډسمبر مياشت کې د ۲۰۱۵ کال فيفا اتلوليو کې هم ګډون کوي.