افغانستان دويمه ۲۰ اووريزه لوبه عمان نه وګټله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دويمه ۲۰ اووريزه لوبه کې عمان ته په ۱۲ منډو ماتې ورکړه.
پچه عمان وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغانستان په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري محمد شهزاد او شفيق الله تېزه او په زړه پورې لوبه وکړه.
شهزاد په ۴۶ توپونو د ۴ څلوريزو او ۳ شپږيزو پر مټ ۶۰ منډې وکړې او شفيق الله ناسوځېدلې ۳۲ منډې جوړې کړې.
د عمان له لوري دوه افغان لوبغاړي زيشان مقصود او دوه بلال خان وسوځول.
د عمان لوبډلې په دې نيت افغان لوبډلې ته لومړی د توپوهنې وار ورکړ، چې توپوهونکي يې وکړای شي په اسانۍ دغه هدف پوره کړي.
عمان لوبډلې د ۱۶۱ منډو هدف پوره کولو ته ملا وتړله، که څه هم د پیل لوبغاړو يې ښه لوبه وکړه، خو وروستنيو لوبغاړو يې و نه شو کړای د افغان بالرانو پر وړاندې ودرېږي.
د افغانستان له لوري يامين احمدزي د عمان درې لوبغاړي وسوځول.
تېره ورځ (يکشنبه) افغانستان په لومړنۍ شل اووريزه لوبه کې عمان ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړې وه.








