افغانستان لومړۍ ۲۰ اووريزه لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه

د افغانستان په بري کې د عثمان غني رول مهم و، ده د ۹ څلوريزو پر مټ په ۵۴ توپونو ۵۹ منډې وکړې
د عکس تشریح، د افغانستان په بري کې د عثمان غني رول مهم و، ده د ۹ څلوريزو پر مټ په ۵۴ توپونو ۵۹ منډې وکړې

د عرب اماراتو په ابوظبۍ کې د افغانستان او عمان ترمنځ لومړی ۲۰ اووريزه کرېکټ لوبه افغانستان په ۲۷ منډو وګټله.

د لوبې پچه عمان وګټله او افغانستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې او عمان ته يې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان په بري کې د عثمان غني رول مهم و، ده د ۹ څلوريزو پر مټ په ۵۴ توپونو ۵۹ منډې وکړې.

د عمان لوبغاړو سره له دې چې په وروستيو کې خورا تېزه لوبه وکړه، خو افغان بالرانو يو پر بل پسې وسوځول او د عمان ټوله لوبډله په ۱۸ اوورونو کې د ۱۳۲ منډو په کولو وسوځېدل.

د افغانستان له لوري سيد شېرزاد درې او يمين احمدزي، روښان بارکزي او سميع الله شينواري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دويمه او وروستۍ ۲۰ اووريزه لوبه به سبا (دوشنبه، نومبر ۳۰) د ابوظبۍ په شيخ زاهد لوبغالي کې وشي.