د استراليا مېچل جانسن له نړيوال کرېکټ استعفا وکړه

جانسن تر اوسه د استراليا لپاره ۷۳ ټيسټ لوبې کړې او ۳۱۱ وېکټې يې اخيستي دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جانسن تر اوسه د استراليا لپاره ۷۳ ټيسټ لوبې کړې او ۳۱۱ وېکټې يې اخيستي دي

د استراليا تېز توپ اچوونکي مېچل جانسن له نړيوال او د لومړۍ درجې يا فرسټ کلاس کرېکټ نه د لاس اخيستو اعلان وکړ.

په پرت ښار کې د استراليا او نوي زيلاند ترمنځ روانه پنځه ورځنۍ کرېکټ لوبه به د مېچل جانسن وروستۍ لوبه وي.

روان کال د استراليا يو شمېر لوبغاړو له انګلستان سره د ايشز لوبو لړۍ پر مهال له لوبو د تقاعد کېدو اعلان وکړ.

له دې سره هممهاله شين واټسن پر خپل ټويټر پيغام کې ويلي دا ورته دردوونکې ده چې جانسن دې په لوبو کې نه وي.

له دې لوبې مخکې مېچل جانسن ويلي و، تر هغې چې ښه لوبه کوي او په لوبډله کې خپل ځای ساتلی شي لوبيږي به.

په ټيسټ لوبو کې جانس له ۲۰۰۰ زياتې منډې کړې دي چې يوه سليزه او ۱۱ پنځوسيزې په کې شاملې دي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، په ټيسټ لوبو کې جانس له ۲۰۰۰ زياتې منډې کړې دي چې يوه سليزه او ۱۱ پنځوسيزې په کې شاملې دي

خو په روانه لوبه کې د نوي زیلاند کين وليمسن او راس ټېلر ډېرې منډې ترې واخيستې او ده په لومړۍ پاړۍ کې د ۱۵۷ منډو په ورکولو ایله يوه وېکټه واخيسته.

له دې وروسته ده وويل: ''ما احساس کړه چې اوس د تلو تر ټولو ښه وخت دی. زه خوښ يم چې ډېره ښه دوره مې تېره کړه او د خپل هېواد لپاره مې له لوبې خوند واخيست. دا ډېر ښه سفر و.''

جانسن وايي پر خپلې پرېکړې يې ډېر فکر کړی او د ده په اند داغوره پرېکړه ده.

جانسن تر اوسه د استراليا لپاره ۷۳ ټيسټ لوبې کړې او ۳۱۱ وېکټې يې اخيستي دي.

ده په يو ورځني کريکټ کې ۱۵۳ لوبو کې ۲۳۹ لوبغاړي سوځولي

د عکس سرچینه، PTI

د عکس تشریح، ده په يو ورځني کريکټ کې ۱۵۳ لوبو کې ۲۳۹ لوبغاړي سوځولي

ده دغه موده کې په يوه پاړۍ کې ۱۲ ځلې پنځه او يا له پنځو زياتې وېکټې اخيستې دي او درې ځله يې په ټيسټ لوبو کې ۱۰ او يا هم له لسو زيات لوبغاړي سوځولي دي.

د توپوهنې په برخه کې هغه په ټيسټ لوبو کې له ۲۰۰۰ زياتې منډې کړې دي چې يوه سليزه او ۱۱ پنځوسيزې په کې شاملې دي.

ده په يو ورځني کريکټ کې ۱۵۳ لوبو کې ۲۳۹ لوبغاړي سوځولي او غوره توپ اچونه کې يې شپږ لوبغاړي سوځولي او ۳۱ منډې يې ورکړې دي.

د عکس سرچینه، Getty