د پاکستان يونس خان له 'يو ورځني کرېکټ' استعفا وکړه

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان وتلي کرېکټ لوبغاړي يونس خان له يو ورځنيو کرېکټ لوبو استعفا وکړه.
ده دغه اعلان له انګلستان سره له هغې يو ورځنۍ لوبې څو ساعته وړاندې وکړ چې په عرب متحد اماراتو کې وشوه او پاکستان وګتله.
دا د يونس خان وروستۍ يو ورځنۍ کرېکټ لوبه وه، خو په پنځه ورځنيو يا ټيسټ کرېکټ لوبو کې به ښاغلی خان خپلې لوبې ته دوام ورکوي.
پاکستان خپلې سيالې لوبډلې انګلستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او د څلورو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې ۱-۰ مخکې شو.
پچه د انګلستان لوبډلې وګټله او لومړی يې پخپله د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه، چې په نژدې ۵۰ اوورونو کې يې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۲۱۶ منډې وکړې.
د پاکستان په بري کې محمد حفيظ مهم رول درلود. ده سليزه بشپړه کړه او په ۱۰۲ منډو تر پايه و نه سوځېد.
يونس خان ويلي له يو ورځنۍ کرېکټ لوبو سره د خدای په امانۍ په اړه پرېکړه يې د خپلې کورنۍ له غړو او خپلوانو سره له مشورې وروسته کړې ده.
ده د پاکستان په ملي لوبډله کې ۱۵ کاله د لوبډلمشر او لوبغاړي په توګه کرېکټ کړی او وايي دا مناسب وخت دی چې يو ورځنۍ کرېکټ ځوانانو ته پرېږدي.
ده وويل زما پرېکړه د وخت غوښتنه وه.
يونس خان د پاکستان لپاره ۲۶۵ يو ورځنۍ لوبې کړې او د شاوخوا ۳۱ منډو په اوسط يې ټولټال ۷۲۴۹ منډې کړې دي.
ده په دې موده کې ۷ سليزې او ۴۸ پنځوسيزې وهلي دي، خو په وروستيو کلونو کې يې يو ورځنۍ کرېکټ لوبې ډېرې بريالۍ نه وې.








