نيويارک کې د 'آل سټارز' لومړنۍ ۲۰ اووريزه کرېکټ لوبه

په نيویارک کې ډ آل سټارز په نوم د دريو ۲۰ اووريزو کرېکټ سياليو په لومړۍ لوبه کې د وارن واريیرز لوبډلې سچن بلاسټرز لوبډلې ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
په دې توګه د وارن وارييرز لوبډله د دريو لوبو په دغه لړۍ کې يو صفر مخکې شوه.
وارن وارييرز لوبډلې وکړای شو په اسانۍ د ۱۴۱ منډو هدف ته ورسېږي.
د وارن وارييرز لوبډلې مشري د استراليا د پخواني سوکه توپ اچوونکي شېن وارن پر غاړه ده او د سچن بلاسټر لوبډلې مشري د هند وتلی توپوهونکی سچن ټنډولکر کوي.
په دواړو لوبډلو کې د کرېکټ پخوانۍ وتلې څېرې راغونډې شوي چې اوس يې له کرېکټ لاس اخيستی دی.
د دغو لوبو هدف دا دی چې کرېکټ لوبه د امريکا په لويه وچه کې هم معرفي شي.
د وارن وارييرز لوبډلې دغه هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷،۲ اوورونو کې بشپړ کړ.
د وارن وارييرز لوبډلې له لوري رکي پونټينګ د ۳ شپږيزو او ۳ څلوريزو پر مټ ۴۸ منډې وکړې او سنګاکارا د ۳ شپږيزو او ۲ څلوريزو پر مټ ۴۱ منډې وکړې.
د سچن بلاسټرز له لوري د سريلانکا ورو توپ اچوونکي مرلي دهرن يو لوبغاړی او د پاکستان پخواني تيز توپ اچوونکي شعيب اختر دوه لوبغاړي وسوځول.
تر دې وړاندې لومړی لوبه سچن بلاسټرز وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې.
د سچن بلاسټرز له لوري ورېندر سهواګ د ۶ شپږيزو او ۲ څلوريزو پر مټ ۵۵ منډې او لوبډلمشر سچن ټنډولکر د ۲ څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ ۲۶ منډې وکړې.
د وارن وارييرز لوبډلې له لوري د استراليا وتلي ورو توپ اچوونکي او لوبډلمشر شېن وارن او اندريو سايمنډز درې، درې لوبغاړي وسوځول.
د وارن وارييرز لوبډلې لوبغاړي او د پاکستان وتلي تېز توپ اچوونکي وسيم اکرم و نه توانېد چې کوم لوبغاړی وسوځوي.
د وارن وارييرز لوبډلمشر شين وارن د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د دغو دريو ۲۰ اووريزو سياليو دوه نورې لوبې به په راتلونکې کې د همدې دوو لوبډلو ترمنځ وشي.








