پاکستان له انګلستان نه د ټیسټ کرېکټ لړۍ وګټله

د عکس سرچینه، Getty
پاکستان په متحد عرب اماراتو کې د دريو پنځه ورځنيو کرېکټ لوبو لړۍ، دريمه لوبه په ۱۲۷ منډو وګټله.
پاکستان د ټیسټ لوبو دا لړۍ ۲-۰ وګټله.
انګلستان ته د دريمې ټيسټ لوبې د ګټلو لپاره د ۲۸۴ منډو هدف ورکړای شوی و، خو ويې نه شو کړای دغه هدف پوره کړي.
د لوبې په وروستۍ پاړۍ کې د پاکستان ورو توپ غورځوونکو خورا ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د انګلستان توپوهونکي يې پرېنښودل چې د خپل زړه لوبه وکړي.
انګلستان که څه هم د خپلې لومړۍ پاړۍ پيل تر يوه بريده ښه پيل کړ، خو د لومړۍ وېکټې له غورځېدو وروسته يې خپل مورال بايلود.
د انګلستان د منډو شمېر ايله ۵۹ وو چې شپږ لوبغاړي يې سوځېدلي وو.
د انګلستان لوبډلمشر الستر کوک يوازنی توپوهونکی و، چې د پاکستاني بالرانو پر وړاندې تر وروستيو شيبو په ميدان کې ولاړ و، خو ويې نه شو کړای لوبه راوګرځوي.
دويمه پاړۍ کې د پاکستان سوکه توپ اچوونکي ښه وځلېدل. ياسر شاه څلور، شعيب ملک درې او ذوالفقار بابر دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.
پاکستان په خپله لومړۍ پاړۍ کې ۲۳۴ او په دويمه کې د محمد حفيظ د ۱۵۱ منډو پر مټ ۳۵۵ منډې وکړې.
انګلستان په خپله لومړۍ پاړۍ کې ۳۰۶ منډې وکړې او په دويمه کې يې يوازې ۱۵۶ منډې وکړې.
د انګلستان او پاکستان ترمنځ د دريو ټيسټ لوبو کې لومړنۍ لوبه بې پايلې وه او دويمه او دريمه يې پاکستان وګټلې.








