ټیسټ کرېکټ: د جدېجا لوبې کوربه هند ته بریا ورپه برخه کړه
هندوستان سوېلي افریقا ته د ټېسټ لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې په ۱۰۸ منډو ماتې ورکړه.

د عکس سرچینه، AP
په دویمې پاړۍ کې د هند راوېندرا جدېجا په یوازې ۲۱ منډو د سوېلي افریقا پینځه لوبغاړي وسوځول.
دغه لوبه موهالي کې تر سره شوه، چې هند پکې په ۱۰۸ منډو بریا تر لاسه کړه.
جدېجا د هند ملي لوبډلې سره د بنګله دېش او سریلانکا سفرونو کې شامل نه و، خو له سویلي افریقا سره په خپله وروستۍ لوبه کې وتوانید یوازې د ۲۱ منډو بدل کې ۵ وېکټونه تر لاسه کړي.
د سویلي افریقا لوبډلې درې لوبغاړي د پیل لسو منډو بدل کې وسوځیدل او له هغه وروسته و نه توانیدل لوبه خپله کړې.
دوی د ۱۰۹ منډو بدل کې ټول له لوبغالي بهر شوو.
سوېلي افریقا ته د ګټې لپاره د ۲۱۸ منډو هدف ټاکل شوی و.
په داسې حال کې، چې د هند لوبډلې کپتان ویراټ کوهلې لپاره د لوبډلمشر په توګه دا په کور دننه لومړی بری دی، د دغو څلورو لوبو لړۍ دویمه هغه به د نومبر په ۱۴ بنګلور کې تر سره کېږي.








