انضمام الحق د افغان لوبډلې روزونکی ټاکل شوی

انضام الحق د زمبابوې سره د سياليو لپاره د افغان لوبډلې لپاره لنډ مهالی روزونکی ټاکل شوی و
د عکس تشریح، انضام الحق د زمبابوې سره د سياليو لپاره د افغان لوبډلې لپاره لنډ مهالی روزونکی ټاکل شوی و

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې له انضمام الحق سره يې د افغان لوبډلې د روزونکي په توګه د يو کال تړون لاسليک کړی.

دوی وايي د پاکستان تکړه لوبغاړي سره د زمبابوې پر وړاندې د سياليو په لړ کې د ښې او اغېزمنې روزنې ته په کتنې دغه تړون لاسليک کړی او نور هم د غځېدو وړ دی.

انضمام الحق د پاکستان کرېکټ لوبډلې پخوانی کپتان او تکړه لوبغاړی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي "انضمام الحق د روزنې ځانګړي مهارتونه لري، او د مشر روزونکي په توګه يو کلن تړون ورسره وغځول شو."

د افغانستان کرېکټ بورډ رييس نسيم الله دانش وايي د انضمام الحق وړتيا ته په کتنې سره مو له نوموړي سره دغه يو کلن تړون لاسليک کړ.

دی وايي "باور لري انضمام الحق به د ملي لوبډلې وړتياوو او مهارتونو ته وده ور کړي."

انضام الحق د زمبابوې سره د سياليو لپاره د افغان لوبډلې لپاره لنډ مهالی روزونکی ټاکل شوی و.

افغان لوبډلې د دغو لوبو په ترڅ کې زمبابوې ته تاريخي ماته ورکړې وه.

انضمام الحق د پاکستان لپاره په ۱۲۰ ټېسټ لوبو او ۳۸۸ يو ورځنيو سياليو کې لوبېدلی.