د ورځې-شپې لومړنۍ ټيسټ کرېکټ لوبه او ګلابي توپ

د پنځه ورځنۍ يا ټيسټ کرېکټ لوبې په ۱۳۸ کلن تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د شپې او ورځې لوبه د جمعې له ورځې د استراليا او نوي زيلاند ترمنځ په لوبې پيلېږي.
په دغه لوبه کې به د توپ رنګ ګلابي وي.
تر دې وړاندې يوازې يو ورځنۍ او شل اووريزې کرېکټ لوبې د شپې او ورځې کېدې.
د کرېکټ پخواني ستوري له ګلابي توپ سره د شپې مهال ټيسټ لوبې ترسره کېدو ته د يوه مهم ګام په سترګه ګوري.
د پاکستان د کرېکټ ټيم يو پخوانی کپتان آصف اقبال په دې اند دی چې د شپې مهال ټيسټ لوبې مينه وال به زيات شي.
د کرېکټ شنونکي وايي هغه مهال چې په لومړي ځل کرېکټ کې د شپې لوبې، د لوبغاړو لپاره رنګه جامې او سپين توپ معرفي شول، نو خلکو ته د خندا وړ برېښېدل.
دوی په دې اند دي چې ګلابي رنګی توپ او د شپې او ورځې ټيسټ لوبه به د کرېکت لپاره ښه وي.
آصف اقبال وايي دا سمه ده چې له ګلابي رنګه توپ سره به د لوبغاړو بلدتيا يو څه وخت ونيسي، خو دا يو ښه ګام دی چې واخيستل شو.
د کرېکټ پوهان وايي دا به د لوبغاړو په پرتله مينه وال ثابته کړي، چې څومره ډېر د لوبې کتلو لپاره لوبغالي ته ورځي.
معمولآ د ټيسټ لوبې مينه وال د دې لپاره کم وي، چې لوبه تر پنځو ورځو پورې روانه وي او ځينې وختونه بې پايلې وي.
پوهان وايي دا چې ټيسټ لوبه د شپې او ورځې ترسره کېږي، په قانينو کې هېڅ بدلون نه راځي.
د هند پخوانی لوبډلمشر سنيل ګواسکر هم د ګلابي توپ او د شپې او ورځې ټيسټ لوبې په اړه مثبت نظر لري.
ده بي بي سي ته وويل ګلابي توپ او د شپې کرېکټ يو ښه پيل دی.
شنونکي وايي دغه ډول بدلونونه د دې لپاره راوستل کېږي، چې له کرېکت سره د خلکو مينه پيدا شي او ډېر يې وګوري.








