انګلستان هند ته دریم ټیسټ مېچ کې ماته ورکړه

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې نن د دې هېواد په ساوت هېمپټن کرېکټ لوبغالي کې د پنځو ټیسټ لوبو د لړۍ په دریمه هغه کې هند ته پر ۲۶۶ مڼدو ستره ماته ورکړه.
د انگلستان ټيم هند د ۴۴۵ منډو هدف ټاکلی و، خو د لوبې پر وروستۍ ورځ د هند ټوله لوبډله یواځې په ۱۷۸ منډو وسوځېده.
په بالنګ کې د انګلستان له خوا معین علي د ۴۷ منډو پر سر د هند ۶ او جیمز انډرسن د ۲۴ منډو په بدل کې ۲ توپ وهونکي یا بیټسمینان وسوځول.
له دې وړاندې، دویم ټیسټ میچ هند ګټلی و او لومړی ټیسټ میچ بیا برابر یا مساوي پای ته رسیدلی و.
دغه ډول اوس دواړه لوبډلې د روانو پنځو ټیسټ میچونو په لړۍ کې ۱-۱ مساوي پر مخ ځي.
د لوبو د لړۍ څلورمه هغه به د راتلونکې پنجشنې په ورځ د انګلستان په اولډ ټرفرډ لوبغالي کې تر سره شي.
د انګلستان نننۍ بریا د ټیم کپتان الیسټر کوک لپاره هم د اهمیت وړ ده، ځکه چې په وروستیو څو لوبو کې د ناکامۍ له کبله پر کوک او د انګلستان پر نورو لوبغاړو ډیرې نیوکې کیدې.

د عکس سرچینه، Reuters
په ډې ټیسټ لوبه کې کوک په لومړي وار بيټنګ (يا اننگز) کې ۹۵ او دویم وار ۷۰ منډې جوړې کړې.
د کوک تر څنګ د انګلستان درې نور تجربه لرونکي توپ وهونکي هم په دې لوبه کې ښه وځلېدل.
په دغو دریو لوبغاړو کې یو بیټسمین ایین بیل و چې سلیزه یې پوره کړه او دوه نور بالران جیمز انډرسن او سټورټ براډ وو چې په ګډه يې ۱۰ ویکټې واخیستې.
پرون د لوبې د څلورمې ورځې تر پایه هند د ۴ ویکټو يا لوبغاړو پر سر ۱۱۲ مندې کړې وې او د انګلستان هڅه دا وه چې نن د ورځې په وروستۍ ورځ د هند پاتې لوبغاړي ژر ژر وسوځوي او همداسې وشول.
د انګلستان بالر معین علي د خپل ورو یا سپېن بالنګ پر مټ لوبه د انګلستان په بري پای ته ورسوله.
په دې میچ کې د دواړو لوبډلو له خوا شوې منډې په دې ډول وې:
انګلستان لومړی وار بیټنګ: د ۷ ویکټو پر سر ۵۶۹ منډې.
هند لومړی وار بیټنګ: د ټولو ۱۰ ویکټو پر سر ۳۳۰ منډې.
انګلستان دویم وار بیټنګ: د ۴ ویکټو پر سر ۲۰۵ منډې.
هند دویم وار بیټنګ: د ټولو ۱۰ ویکټو پر سر ۲۶۶ منډې.








