د ایشانت شرما ۷ ویکټو هند بریالی کړ

د هندوستان او انګلستان کرېکټ لوبډلو تر منځ دویمه پنځه ورځنۍ لوبه هندوستان د ۹۵ منډو په توپير وګټله.
دغه لوبه د لندن په تاریخي لوبغالي لارډز کې ترسره شوه.
د هند لوبډلې په خپل لومړي وار کې د ځوان لوبغاړي اجنکیا رهانې د سلیزې پر مټ ۲۹۵ منډې جوړې کړې.
د انګلستان په توپ اچوونکو کې جیمز انډرسن تر نورو ډېر وځلېد او څلور لوبغاړي يې وسوځول.
په ځواب کې بیا د انګلستان لوبډلې په خپل لومړي نوبت کې ۳۱۹ منډې جوړې کړې او وسوځېدل.
د انګلستان په توپ وهوونکو کې هم د دوی ځوان لوبغاړی بلنس تر نورو ډېر وځلېد او سلیزه یې پوره کړه.
بلنس تر دې وړاندې په لومړۍ پنځه ورځڼۍ لوبه کې هم سلیزه وهلې وه.
د هندوستان تېز توپ اچوونکي بونېشور کمار شپږ انګلیس لوبغاړي وسوځول.

د عکس سرچینه، Reuters
د هند لوبډلې په دویم وار کې د ټولو لوبغاړو پر سر ۳۴۲ منډې وکړې او انګلستان ته یې د ۳۱۸ منډو هدف وټاکه.
د لوبې په څلورمه ورځ د هدف په تعقیب کې د انګلستان د لوبډلې پیل ښه نه وو او یوازې په سلو منډو یې څلور لوبغاړي وسوځېدل.
د لوبې په وروستۍ ورځ معین علي او جوی رووټ ښه لوبه پیل کړه او په ګډه یې د پنځمې ویکټې لپاره ۹۹ منډې وکړې.
د غرمنۍ له دمې شيبې وړاندې معین علي وسوځېد او له هغې وروسته بیا نو د انګلستان لوبډلې هېڅ توپ وهونکی هم سم ونه لوبېد او پرله پسې ژر ژر وسوځېدل.
په دویم وار کې د هندوستان تېز توپ اچوونکي ایشانت شرما ۷ لوبغاړي وسوځول او له همدې کبله وه چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د دواړو هېوادونو تر منځ د ټېسټ لوبو د دغې لړۍ لومړۍ هغه یې چې په ناټنګم ښار کې ترسره شوې وه برابره پای ته رسېدلې وه.








