زمبابوې له افغانستانه لومړۍ لوبه وګټله

زمبابوې وتوانېده چې په لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته په شپږو وکټو ماتې ورکړي.
دا لوبه د زمبابوې په بولوایو ښار کې ترسره شوه.
پچه زمبابوې وګټله او لومړۍ یې افغانستان ته د منډو بلنه ورکړه.
د افغانستان له لوري نور علي ځدراڼ او عثمان غني لوبه پیل کړه.
عثمان غني نن ښه ونه ځلېد او په صفر وسوځېد. له ده تمه کېده چې افغانستان ته به ښه پيل ورکړي.
تر ده وروسته اصفر ستانکزی او حشمت الله شاهدي هم ژر وسوځېدل. خو نور علي ځدراڼ وتوانېد چې یو څه پر وکټه ودرېـږي. نوموړي ۴۳ منډې وکړې.
تر دو وروسته د افغانستان وضع یو څه ښه شوه. سمیع الله شینواری او محمد نبي دواړه پر وکټې ودرېدل او ښې منډې یې وکړې.
سمیع الله ۶۵ او نبي ۵۴ منډې جوړې کړې.
په پای کې افغانستان وتوانېد چې په پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۳ مندې جوړې کړي.
د زمبابوې له خوا ټرېپانو او چټاره دوه دوه وکټې واخیستې.
د زمبابوې د لوبې پيل دومره ښه نه و.
پر ۲۷ یې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل.
خو تر هغه وروسته سکندر رضا او ټېلر لوبه کنترول کړه.
ویلیم هم ۷۰ وکړې چې ډېرې ګټورې ثابتې شوې.
چیګومبوره هم له ۳۹ منډو سره ښه وځلېد.
په پاې کې زمبابوې وتوانېده چې په ۴۶م آور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړي.
دویمه یوه ورځنۍ لوبه د یکشنبې پر ورځ په همدې ښار کې ترسره کېږي.








