انډرسن د افغان لوبغاړو روزنه رسمآ پيل کړه

د عکس سرچینه،
د افغانستان کریکټ بورډ، د الف لوبدلې او د ځوانانو لوبډلې د روزنې په موخه استرالیايی روزونکی پیټر انډرسن په رسمي توګه په دنده وګوماره.
ښاغلی انډرسن به د توپ نیولو او کریکټ په نورو تخنیکي برخو کې افغان لوبغاړو ته روزنه ورکوي.
دغه روزونکي تر دې وړاندې د نړۍ د یو شمېر نورو لوبډلو په روزنه کې هم اغېزمنه ونډه لرلې ده.
ښاغلی انډرسن چې په کابل کې يې د خپلې دندې د پیل په مناسبت خبرې کولې وویل په افغانستان کې د کرېکټ راتلونکې ډېره ښه ویني:
ده په کابل کې خبريالانو ته وويل: ''په افغانستان کې د کریکټ په برخه کې ډېر استعدادونه شته. په تېرو دریو ورځو کې ما د کریکټ ۹۰۰ لوبغاړي ولیدل. موږ به د دوی روزنې ته یوه ښه لار جوړه کړو چې لوبغاړي لوړو درجو ته ورسوو''.
ښاغلي انډرسن وويل د پرمختګ په لار کې به له هغو ټولو ننګونو سره مقابله وکړو چې د افغان کرېکټ په مخکې پرتې دي.
دلته د لوبغاړو د روزنې لپاره ښې زمینې برابرې شوي چې پرې خوښ یم.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر شهزاده مسعود هم هيله څرګنده کړه، چې ښاغلی انډرسن به وکړای شي افغان لوبغاړو په وړتيا لوړولو کې لویه مرسته وکړي.
د کرېکټ بورډ اجراييوي مشر نور محمد مراد وويل، د دې ترڅنګ چې ښاغلی پيټر به ځوان افغان لوبغاړي روزي، له ملي لوبډلې سره به هم په تخنيکي برخو کې مرسته کوي.
افغان چارواکي وايي دا مهال له دوی سره د کرېکټ نژدې ۲۸۰زره لوبغاړي ثبت دي.








