کرېکټ: د هند پريمير ليګ لوبې نن پيلېږي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د هند د پريمير ليک ياني آی پي ال 'اووم فصل' کرېکټ لوبې نن (چارشنبه، ۱۶ اپريل) د عرب متحد اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پيلېږي.
په هند کې د پارلماني ټاکنو له امله د آی پي ال سياليو لومړی پړاو لوبې په متحد عرب اماراتو کې ترسره کېږي.
د لومړي پړاو لوبې به د ابوظبۍ، شارجې او دوبۍ په لوبغالو کې وشي.
د اووم فصل سياليو پيل په ابوظبۍ کې د دغو لوبو د پخوانۍ اتلې لوبډلې ممبيي انډينز او د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ کېږي.
دغه لوبه به په ځايي وخت د ماښام په شپږ نيمو بجو پيل شي.
په دواړو لوبډلو کې دوه وتلي سپېنران/ ورو بالران دي.
په ممبيي انډينز کې هربجن سېنګ او پرګيان اوجها او په کلکته نايټ رايډرز کې د ويسټ انډيز ورو بالر سنيل ناراين او پيوش چاوله دي.
که ممبيي انډينز سره دا ځل د استراليا مايکل هسي دی، نو کلکتې لوبډلې سره د جنوبي افريقا ژاک کېلس موجود دی.
د آی پي ال اووم فصل لوبو پيل د بيلابيلو ستونزو پر مهال ترسره کېږي.
د آی پيل ال پر دوو مهمو لوبډلو چنای سوپر کنګز اور راجستان رايلز په سياليو کې د شاملېدو په تړاو سواليه لګول شوې ده.
د دغو لوبډلو پر مالکانو او لوبغاړو په لوبه کې د ټګۍ برګۍ تورونه لګېدلې دي، که پر دوی تورونه سم وخيژي له اتلوليو ويستل کېږي.
تر اوسه د دوی دوسيه په محکمه کې ده او د آی پي ال ټولو لوبډلو د دغو اتلوليو د ګټلو لپاره ملا تړلې ده.
په دغو اتلوليو کې له ممبيي انډينز او کلکتې نايټ رايډرز پرته د ويرات کولي په کپتانۍ د رايل چيلنجرز 'بنګلور'، د شکهر دهون په مشرۍ سنرايزرس 'حيدراباد'. د هند کرېکټ ټيم د کپتان مهندر سېنګ دهوني په مشرۍ چنای سوپر کنګز، د انګلستان د پخواني وتلي لوبغاړي کيون پيترسن په مشرۍ د ډيلي د ډيير ډيولز، د استراليايي لوبغاړي جارج بيلي په کپتانۍ د ګنګز اليون 'پنجاب' او د استراليا د آلراونډر شين واټسن په مشرۍ د راجستهان رايلز لوبډلې شاملې دي.
د ممبيي انډينز مشري روهيت شرما کوي او د کلکتې نايټ رايدرز مشري د هند د مخکني اوپنر بېټسمين ګوتم ګمبهير پر غاړه دی.








