د افغان کرېکټ لوبغاړو روزنیز کمپ بشپړ شو

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د ملي لوبډلې د روزنې او د لوبغاړو د غوراوي ځانګړی روزنیز کمپ یې په کابل کې بشپړ شو.
په دې روزنه کې د ملي لوبډلې د بېټېنګ د چارو نوی روزونکی هم و چې د نیوزیلنډ استوګن دی.
د ملي لوبډلې روزونکي کبیر خان بي بي سي ته په دې اړه وویل چې له دغه روزنیز کمپ څخه یې هدف دا و چې له یوې خوا د لوبغاړو فزیکي وړتیا ښه شي او له بلې خوا د کرېکټ راتلونکي نړیوال جام لوبو لپاره غوره لوبغاړو ته لار ورکړل شي.
کبیر خان بي بي سي ته وویل:
"په دې روزنیز کمپ کې موږ د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړو تر څڼګ ټول هغه لوبغاړي راټول کړي و چې د افغانستان په کورني کرېکټ (ډومېسټېک کرېکټ) لوبو کې ښه ځلېدلي و. موخه مو دا ده چې له دغو لوبغاړو څخه شاوخوا ۳۵ یا ۴۰ تکړه لوبغاړي غوره کړو او دوی بیا د راتلونکي یوه کال لپاره وروزو. هڅه کوو چې له همدغو لوبغاړو څخه د کرېکټ د راتلونکي نړیوال جام لوبو لپاره ملي لوبډلې او د افغانستان الف لوبډلې ته لوبغاړي غوره کړو"
د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچوونې روزونکي کبیر خان په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د دغه کمپ له لارې ډیر زیات تکړه او وړ لوبغاړي مخې ته راغلل.
نوموړي همداراز هیله وښوده چې د افغانستان د کرېکټ راتلونکی ښه دی او دوی به وتوانیږي چې د کرېکټ د نړیوال جام لوبو لپاره لوبډله ښه چمتو کړي.
د ۵۰ اووریز کرېکټ نړیوال جام لوبې د راتلونکي کال د فبروري په میاشت کې پیلیږي او افغانستان د بنګله دیش، سریلانکا، اسټرالیا، سکاټلنډ او نیوزيلنډ تر څنګ په ګروپ ای کې دی.








