کریکټ: افغانستان د اسیا غوره لیګ سیالیو اتل شو

د عکس سرچینه،
- Author, هدايت الله هميم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان کریکټ لوبډله د اسیا غوره لیګ سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه له نیپال وګټله، چې په دې سره د دغو سیالیو اتله اعلان شوه.
په نننۍ لوبه کې پچه نیپال وګټله، او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
د افغانستان کریکټ بورډ وايي، افغان لوبغاړو د لوبې تر پایه په زړه پورې لوبه وکړه او نیپالي لوبډلې ته یې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.
په افغان لوبډله کې عثمان غني ۵۱، حشمت الله شهیدي ۵۱، نور علي ځدراڼ ۴۳ او محمد نبي عیسی خېل ۳۴ منډې وکړې.
د افغانستان لوبغاړو د لوبې په لومړیو اوولسو ااوورونو کې د نیپال پنځه لوبغاړي وسوځول، خو د ورښت له کبله لوبه یوڅه وځنډېده.
د لوبې د ځنډېدو او باران له کبله منځګړو د کریکټ د قوانینو له مخې نیپال ته ټاکل شوی هدف ۲۳۷ منډې اعلان کړ.
خو نیپالیانو ونه شوای کړی، چې دغه هدف ته ځان ورسوي.
نیپالي لوبغاړي د افغان لوبغاړو دولت ځدراڼ، امیر حمزه، میرویس اشرف او نبي عیسی خېل له خوا وسوځول شول.
په پام کې ده، چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله د راتلونکې پنجشبنې پر ورځ (مې اتمه) د ورځې ناوخته هېواد ته ستنه شي.
وړمه ورځ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د عمان لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.
د افغان لوبډلې ورو توپ اچونکو تر ډېره د مخالفې لوبډلې د منډو جوړولو مخه نیولې وه.
د آسیا اتلولیو په دغو سیالیو کې وړاندې تر دې افغان لوبډلې د هانک کانګ او عربي متحده اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړې، خو له مالیزیا یې ماتې خوړلې وه.

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه،








