کرېکټ:افغانستان عمان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه

- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د عمان لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډل مشر وګاټه او لومړی یې د عمان لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
د افغان لوبډلې ورو توپ اچونکو تر ډېره د مخالفې لوبډلې د منډو جوړولو مخه نیولې وه.
د عمان د لوبډلې د سر دوو لوبغاړو ښه ملګرتیا درلوده او لومړی لوبغاړی هغه مهال وسوځېد چې د دغې لوبډلې ۷۶ منډې وې.
داسې اټکل کېده چې دوی به افغان لوبډلې ته تر ۲۵۰ لوړ هدف وټاکي.
خو د افغانستان ورو توپ اچونکو یا سپینرانو د عماني لوبډلې لوبغاړي یو په بل پسې وسوځول.
لوبډل مشر محمد نبي عیسی خیل او سمیع الله شنیواري د مقابل لوري درې درې لوبغاړي وسوځول، امیر حمزه هوتک دوه، دولت ځدراڼ او میرویس اشرف یو یو لوبغاړي وسوځول.
د عمان ټولو لوبغاړو په ۴۸ اورونو کې ۱۸۶ منډې جوړې کړې چې د افغان لوبډلې لپاره دومره ستر هدف نه و.
افغان لوبډله وتوانېده چې په ۳۴ اوور کې د پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي.
د افغانستان له لوري نورعلي ځدراڼ ۶۷، ناصر جمال احمدزي ۳۶ او سمیع الله شنیواری له ۲۹ منډو سره نا سوځېدلی پاتې شو.
د آسیا اتلولیو په دغو سیالیو کې وړاندې تر دې افغان لوبډلې د هانک کانګ او عربي متحده اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړې، خو له مالیزیا یې ماتې خوړلې وه.







