څلورمه يو ورځنۍ کرېکټ لوبه سريلانکا وګټله

د انګلستان بېټسمين بټلر تر نورو ښه وځلېد، په يوازې سر يې ۱۲۱ منډې وکړې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د انګلستان بېټسمين بټلر تر نورو ښه وځلېد، په يوازې سر يې ۱۲۱ منډې وکړې

د انګلستان په لارډز کې په څلورمه يو ورځنۍ کرېکټ لوبه کې سريلانکا انګلستان ته په ماتې ورکولو د پنځو لوبو لړۍ مساوي کړې ده.

انګلستان د لوبې پچه وګټله او لومړی يې سريلانکا ته يې د لوبې کولو بلنه ورکړه.

سريلانکا په ټاکل شويو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۳۰۰ منډې وکړې او مخالفې لوبډلې ته يې د ۳۱۰ منډو هدف وټاکه.

دغه هدف ته د رسېدو په تکل کې د انګلستان لوبډلې د ۵۰ اوورونو په پوره کولو سره ۲۹۳ منډې وکړې.

د ۳۰۱ منډو هدف پوره کولو لپاره د انګلستان اته لوبغاړي وسوځېدل.

د انګلستان بېټسمين بټلر تر نورو ښه وځلېد، په يوازې سر يې ۱۲۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی غوره شو.

د سريلانکا له لوري سنګاکارا ښه لوبه وکړه او د ۱۴ څلوريزو پر مټ يې ۱۱۲ منډې وکړې.

اوس دواړو لوبډلو دوه دوه لوبې ګټلې دي او پرېکړه به پنځه او وروستۍ لوبه کوي.

په مانچستر کې شوې دريمه لوبه کې انګلستان سريلانکا ته په ۱۰ ويکټو ماتې ورکړې وه.

د انګلستان او سريلانکا ترمنځ دويمه لوبه په ډرهم کې شوې وه، چې سريلانکا انګلستان ته د ۱۵۷ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

خو انګلستان د دغې لړۍ په لومړۍ سيالۍ کې چې په اوول کې شوې وه سريلانکا ته په ۸۱ منډو ماتې ورکړې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ او پرېکړه کوونکې لوبه د جون پر دريمه په برمنګهم کې کېږي.