زمبابوې افغانستان ته په اتو ويکټو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان او د کرېکټ د لومړۍ درجې هېواد زمبابوې ترمنځ د څلورو يو ورځنيو کرېکټ لوبو دويمه يې زمبابوې له افغانستان نه په اتو وېکټو وګټله.
پچه زمبابوې وګټله او لومړی يې افغانستان ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.
د افغانستان لومړی لوبغاړی نور علي ځدراڼ په ۱۳ منډو هغه مهال وسوځېد چې د افغانستان ټولې منډې ايله ۳۳ وې.
د لوبې پيل ته راوتلي لوبغاړي عثمان غني په زړه پورې لوبه وکړه او ۱۱۸ منډې يې په ۱۴۳ توپونو پوره کړې.
غني چې د زمبابوې د توپ اچوونکو په مخ کې لکه سپر ولاړ و د يوې شپږيزې او ۱۲ څلوريزو پر مټ سليزه پوره کړه.
پرته له عثمان غني بل هېڅ لوبغاړي و نه شو کړای د خپلو منډو شمېر له ۲۳ واړوي، خو يو هم په صفر و نه سوځېد.
افغانستان په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۲۵۷ منډې وکړې او زمبابوې ته يې د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبغاړو په ټوله لوبه کې ۲۲ څلوريزې او ۳ شپږېزې ووهلې.
که څه هم په لومړي سر کې زمبابوې ته دغه هدف دومره اسانه نه برېښېده، خو د زمبابوې لوبغاړي سکندر رضا د ۱۴۱ منډو په کولو دغه هدف اسانه کړ.
سکندر رضا د ۷ شپږيزو او ۱۱ څلوريزو پر مټ د ۱۴۱ منډو له کولو وروسته سميع الله شينواري وسوځاوه.
له سکندر رضا سره د لوبې پيل ته بل راوتلي لوبغاړي ماساکادزا د يوې شپږيزې او ۱۰ څلوريزو پر مټ ۹۳ منډې وکړې.
د زمبابوې لومړی لوبغاړی ايله هغه مهال وسوځېد چې زمبابوې خپلې منډې ۲۲۴ ته رسولې وې، د زمبابوې دويم لوبغاړی په ۲۵۵ منډو وسوځېد.
د لوبې غوره لوبغاړی سکندر رضا وټاکل شو.
زمبابوې افغانستان ته په لومړۍ لوبه کې هم ماتې ورکړې وه او په دې توګه د ۴ يو ورځنۍ لوبو لومړنۍ دوه يې زمبابوې ګټلي دي.








