فوټبال: ارسنل د ایف ای کپ اتلولي وګټله

د انګلستان د فوټبال ایف ای کپ په پایلوبه کې ارسنل هل سټي ته ۳-۲ ماته ورکړه.
دا لوبه د لندن په ویمبلي لوبغالي کې ترسره شوه.
ارسنل د لوبې پیل ښه نه و او په څلورمه دقیقه کې د هل بریدګر لوبغاړي چېسټر لومړی ګول وکړ او خپله لوبډله یې مخته کړه.
یوازې څلور دقیقې وروسته د لوبې په اتمه دقیقه کې کرټېس ډیویس دویم ګول وکړ او خپله لوبډله یې ۲-۰ مخته کړه.
ارسنل چې د پېل په څو دقیقو کې دوه ګوله شاته وه یو څه وارخطا ښکارېده.
د لوبې په ۱۷مه دقیقه کې د ارسنل سانتي کېزورلا لومړی ګول وکړ.
په لومړي نیمایي کې هل سټي ۲-۱ برلاسې وه.
د لوبې له دویمې نیمایي هم ۲۵ دقیقې اوښتې وې خو ارسنل لا هم نه و توانېدلې چې دویم ګول وکړي او لوبه برابره کړي.
د لوبې په ۷۱مه دقیقه کې کوشیلني د ارسنل لپاره دویم ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه.
په ټاکلي ۹۰ دقیقو کې ګټونکی معلوم نه شو او لوبه ۲-۲ مساوي وه.
لوبه د ۳۰ دقیقیو لپاره وعځول شوه.
د اضافي وخت په ۲۰مه دقیقه کې ارون رمزي ګټونکی ګول وکړ.
دا له ۹ کلن ځنډ وروسته لومړی ځل دی چې ارسنل د انګلستان فوټبال کومه اتلولي ګټي.








