د فوټبال نړیوال جام ته برازیل خپله لوبډله وټاکله

د فوټبال راتلونکي نړیوال جام لپاره برازیل خپله لومړنۍ لوبډله اعلان کړه.
په ټاکل شوې لوبډله کې د برازیل اتل او تجربه لرونکي لوبغاړي کاکا، روبینیو او رونالډینیو نه دي ځای شوي.
په لوبډله کې ټاکل شوي ۱۶ لوبغاړي تېرکال د سپین پر وړاندې کنفېډریشن کپ پلویلوبه کې د برازیل لوبډلې برخه و.
کاکا چې د برازیل لوبډلې تجربه لرونکی لوبغاړی دی او تر دې وړاندې یې درې ځل د نړيوال جام په لوبو کې د لوبډلې استازیتوب کړی، دا پله د لوبډلې برخه نه دی.
له کاکا سربېره رونالډینیو او لوکس مورا هم د نړیوال جام لپاره د برازیلۍ لوبډلې برخه نه دي.
په دغه ټاکل شوې لومړنۍ لوبډله کې چې ۲۳ لوبغاړي په کې دي، د چېلسي دفاعي لوبغاړی ډیوېډ لویز او د منځ لوبغاړی آسکر امبوابا ځای شوي دي.
له دې سربېره د برازیل روزونکي فلیپ سولاري فرننډینو او پولینیو هم په لوبډله کې اخیستي.
د برازیل دغه ټاکلې لوبډله په دې ډول ده.
وره ساتونکي (ګول کیپر):
جولیو سیزر، جیفرسن او ویکټر
دفاعي لوبغاړي:
مارسیلو، ډینیل الویز، مایکون، میکسویل، تیاګو سېلوا، ډیوېډ لویز، دانتې او هنریک
د لوبغالي د منځ لوبغاړي:
پولینیو، رمیرېز، ولین، آسکر، هرنینس، لویز ګستاوو او فرننډینیو
بریدګر لوبغاړي:
برنارډ، نیمار، فرېډ، جو او هلک
برازیل د جون تر دویمې نیټې وخت لري چې په دغه ټاکلې لوبډله کې بدلون راولي.
برازیل چې د فوټبال نړیوال جام لوبو کوربه توب کوي، په الف ګروپ کې ځای لري او د ګروپ مرحلې په لوبو کې به له کروشیا، میکسیکو او کیمرون سره مخامخ وي.








