پرېمیرلیګ: ارسنل او لیورپول خپلې لوبې وګټلې

د عکس سرچینه، All Sport
د انګلستان فوټبال غوره لیګ د یکشنبې ورځې (اپرېل ۲۰مه) لوبو کې لېورپول ناروېچ ته ۳-۲ ماته ورکړه او ارسنل هم خپله لوبه له هل لوبډلې نه ۳-۰ وګټله.
د لېورپول لوبډله اوسمهال د نمرو جدول په سر کې ده او له دوېیم نمبر لوبډلې چېلسي نه ۵ پواینټه مخته ده.
په لومړۍ لوبه کې د لېورپول وتلي لوبغاړي سټېرلېنګ د لوبې په څلورمه دقیقه کې ګول وکړ او خپله لوبډله یې مخته کړه.
یوازې ۷ دقيقې وروسته لویس سوارېز د لېورپول لپاره دویم ګول وکړ.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې د لېورپول لوبډله د دوو ګولونو په لرلو پر لوبې برلاسې وه.
د لوبې په دویمه نیمیایي کې ناروېچ هم دوه ګولونه وکړل خو سټېرلېنګ وتوانېد چې د لیورپول لپاره درېیم او برخلیک ټاکونکی ګول وکړي.
په بله لوبه کې ارسنل له هل سره مخامخ وه.
ارسنل په دغه لوبه کې هل ته درې صفر (۳-۰) ماته ورکړه او د نمرو په جدول کې څلورم نمبر ته پورته شوه.
د ارسنل له لوري ارن رمزي یو او لوکاس پوډولسکي دوه ګولونه وکړل.
د انګلستان فوټبال غوره لیګ د روان لوبیز کال یوازې څو وروستۍ لوبې پاتي دي.
که لېورپول وتوانېږي خپلې راتلونکې درې لوبې وګټي نو د روان لوبیز کال اتلولي به خپله کړي.








