کرېکټ: د هند او نوي زيلاند لوبه سر په سر شوه

د عکس سرچینه، AFP
د نوي زیلاند او هند ترمنځ د پنځو يو ورځنيو کرېکټ لوبو د لړۍ دريمه لوبه ټای/ سر په سر پای ته ورسېده.
د لوبې پچه هند وګټله او نوي زيلاند ته يې لومړی د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.
نوي زيلاند د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۳۱۴ منډې وکړې.
د دې په ځواب کې د هند لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۹ ويکټو په سر ۳۱۴ منډې وکړې.
يو مهال د هند د سر سر شپږ لوبغاړي يوازې د ۱۸۴ منډو په کولو سوځېدلي وو او داسې برېښېده چې نوی زيلاند به دغه لوبه په اسانۍ وګتي.
خو رويندر جدیجا او روی چندرن ایشون د نوي زیلاند د بالرانو پر وړاندې ودرېدل او لوبه يې کابو کړه.
د دغو دوو هندي بېټسمينانو ترمنځ د ۸۵ منډو شراکت وشو، چې د هند لپاره خورا قيمتي ثابت شو.
جديجا د ۶۶ منډو او ايشون د ۶۵ منډو تېزه لوبه وکړه.
د هند لوبډل مشر دهوني هم پنځوسيزه ووهله.
کوري انډرسن چې د نړۍ د تر ټولو چټکې سليزې ريکارډ یې په خپل نوم کړی، پنځه هندي لوبغاړي وسوځول.
تر دې وړاندې د نوي زيلاند د پيل لوبغاړو مارټن ګپتل او کين وليمسن په زړه پورې او چټکه لوبه وکړه.
ګپتل سليزه ووهله او د ۱۲ څلوريزو او دوو شپږيزو پر مټ يې ۱۱۱ منډې وکړې.
وليمسن په دغه لړۍ کې په دريم پرله پسې ځل پنځوسيزه ووهله او په ۶۵ منډو وسوځېد.
له دوی پرته د نوي زیلاند ويکټ ساتونکي رونچي او ټم ساودي هم تېزه لوبه وکړه او د هند لپاره د يوه سخت هدف په ټاکلو کې يې مهم رول ولوباوه.
د هند له لوري رويندر جديجه او محمد شامي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د پنځو لوبو لړۍ کې نوی زيلاند دوه صفر مخکې دی او دريمه لوبه ټای/ سر په سر شوه.
هند اوس نه شي کولای دغه سريز وګټي که پاتې دوه لوبې وګټي نو ايله به وکړای شي د لوبو دغه لړۍ برابره کړي.








