بنګله دېش به د کرېکټ د اسیايي لوبو کوربه وي

د کرېکټ اسیايي شورا پرېکړه کړې چې بنګله دېش به د ۲۰۱۳/۲۰۱۴ اسیايي جام کوربه وي او افغانستان به د دې سیالیو پنځمه لوبه وکړي.
دغه اعلان په کولمبو وشو او وویل شول چې ټولې به ۱۱ لوبې ترسره شي چې لومړنۍ هغه به یې د فبرورۍ د میاشتې په ۲۵ نېټه وي.
د اسیايي جام وروستۍ/فاینل لوبې لپاره د مارچ د میاشتې ۸ نیټه ټاکل شوې ده.
د بنګله دېش د کرېکټ بورډ یوه چارواکي نظم الدین چوهدري ویلي موږ د کرېکټ اسیايي شورا ته د سیالیو د کوربتوب ښه پروګرام وړاندې کړ او شورا مو قانع کړه چې د اسیايي جام لوبې دې په بنګله دېش کې ترسره شي.
په بنګله دېش کې له سیاسي کړکېچ وروسته دا خبره په شک کې وه چې بنګله دېش دې د کرېکټ د اسیايي لوبو کوربتوب وکړای شي.
په ډسمبر میاشت کې د ویسټ اینډیز د کرېکټ یوه لوبډله وروسته له هغه له بنګله دېش نه ووته چې د لوبډلې د پاتې کېدو له هوټل سره نژدی چاودنه وشوه.
د کرېکټ د اسیايي شورا مشر سعید اشرف الحق وايي غړو هېوادونو هېڅ داسې ملاحظه نه لرله چې له مخې یې په بنګله دېش کې د کرېکټ د اسیايي جام لوبې ترسره نه شي.
اوس پرېکړه شوې چې په دغه هېواد کې به د اسیايي جام له لوبو وروسته د بنګله دېش او سري لنکا ترمنځ لوبې هم ترسره کېږي او د مارچ له ۱۶ مې به بنګله دېش د نړیوالو ۲۰ اوریزو بولو کوربه وي.
ویل شوي چې د ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو دمخه د کرېکټ نړیواله شورا په بنګله دېش کې د امنیت جاج اخلي.
د بنګله دېش د کرېکټ بورډ چارواکي وايي د کرېکټ د اسیايي جام د سیالیو لپاره یې هر اړخیز امنیتي پلان شورا ته وړاندې کړی چې پر بنسټ یې دغه پرېکړه شوې او که کوم غړی هېواد کومه اندیښنه لري نو د دوی په وینا کولای شي چې له بنګله دېش سره یې شریکه کړي.








