کورې انډرسن د شاهد اپريدي ريکارډ مات کړ

د نوي زیلاند توپ وهونکي/ بېټسمېن کوري انډرسن له وېسټ انديز سره په يوه سيالۍ کې په ۳۶ توپونو سليزه بشپړه کړه او په يو ورځنيو لوبو کې يې د تر ټولو تېزې سليزې ريکارډ خپل کړ.
مخکې تر دې دغه ريکارډ له تېرو نژدې ۱۸ کلونو راهيسې د پاکستان له آل راونډر شاهد اپريدي سره و.
شاهد اپريدي په ۱۹۹۶ کې د سريلانکا پر خلاف يوازې په ۳۷ توپونو سليزه ووهله، خو کورې انډرسن خپله سليزه په ۳۶ توپونو پوره کړه.
اندرسن د ۱۴ شپږیزو او ۶ څلوریزو په وهلو په ۴۷ توپونو ۱۳۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ونه سوځېد.
اندرسن وايي زه د خپلې موخې په لور مخ ته ولاړم چې له خپلې دغې بریا ډېر خوښ يم.
اندرسن په ۳۵ توپونو ۹۵ منډې جوړې کړې وې او یوې شپږیزې ته یې اړتیا وه چې د شاهد اپریدي ریکارډ مات کړي.
خو له خپله بخته خبر نه و، په ورو توپ اچونکي نیکیتا میلر یې اوږده شپږیزه ووهله او ورسره یې نوی ریکاډ جوړ کړ.
د ویست انډیز ملي لوبډلې لوبغاړی براوو وايي نوی کال مو ښه پیل نه کړ، خو د نوي زیلاند ځوانان مو په ځان باوري کړل.

دی وايي د ۵۰ اوورنو لوبه د باران له امله ۲۱ اوورونو ته رالنډه شوه او نوي زيلانديانو هم ښې منګولې پرې ولګولې.
۲۱ اوورونه، دوه سليزې
ښاغلی براوو وايي دوی په مثبت ډول ډګر ته ښکته شول چې په کې اندرسن او رایدر ډېره ښه لوبه وکړه.
براوو وايي کله چې توپ وهونکي ښه او روښانه توپ وهنه کوي نو تاسو د کپتان او یا توپ اچوونکي په توګه هیڅ هم نه شی کولای.
۲۳ کلن آل راونډر اندرسن ۱۳۱ منډې جوړې کړې او د هغه ملګري رایډر په همدې لوبه کې په ۵۱ توپونو ۱۰۴ منډې جوړې کړې.
د نوي زیلاند لوبډلې یواځې د ۲۲ شپږیزو او ۲۲ څلوریزو په وهلو سره ۲۲۰ منډې جوړې او د ټولو منډو شمېر ۲۸۳ ته ورساوه.
ويسټ انډيز په دغه سيالۍ کې په ۱۵۹ منډو ماتې وخوړه.








