کرېکټ: اسټرالیا انګلستان ته ماتې ورکړه

استرالیا انګلستان ته په هغه یوه ورځنۍ کرېکټ لوبه کې په شپږو وېکټو ماتې ورکړه، چې د اسټرالیا په بون ښار کې تر سره شوه.
انګلستان له دې مخکې استرالیا کې ایشز ټیسټ لوبه د صفر پر وړاندې په پنځو لوبو بایللې ده.
استرالیا د پنځو لوبو لړۍ کې د صفر مقابل کې یوه لوبه کې بریا تر لاسه کړه. انکلستان ټاس وګاټه او لومړی یې بیټینګ وکړ، چې پایله کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۹ منډې جوړې کړې.
ځوابي لوبه کې استرالیا د ۲۷۰ منډو هدف په ۴۵ اعشاریه څلور اوورنو کې د څلورو وېکټونو په زیان بدل کې وکټله.
د اسټرالیا له لوري په لوبه کې بېټسمن فنج دد ۱۲ څلوریزو په مرسته ټولټال ۱۲۱ منډط جوړې کړې او د مین اف د میچ وبلل شو.
د فنچ تر ځنګ وارنر هم په زړه پورې لوبه وکړه او ۶۵ منډې یې جوړې کړې.
د انګلستان له لوري ګېري بالانس د شپږو څلوریزو په جوړولو سره ۷۹ منډې جوړې کړې او ایین مورګن د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې. د اسټرالیا له لوري کلنټ میکې درې او میس ویل، ډوهرتي او فالکنر یو یو لوبغاړی وسوځاوه.




