افغانستان فوټبال کې د عادلانه لوبې جایره وګټله

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ۲۰۱۳ کال کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون 'فیفا' د عادلانه لوبې جایزه وګټله.
دغه جایزه هرکال په نړۍ کې هغه شخص یا بنسټ ته ورکول کیږي، چې په تېر یوه کال کې یې د رښتینې لوبې اصول رعایت کړي وي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون- فیفا د دغې جایزې د اعلان پرمهال د افغانستان فدراسیون ته لیکلي: ''سره له دې چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو اغېز لا هم پر خپل ځای پاتې دی، خو بیا هم د افغانستان فوټبال په تېر یوه کال کې، په ټول هیواد کې د دغې لوبې د پرمختګ لپاره او دارنګ د غوره مسلکي لیک په ترسره کېدو کې ښه مهم پړاوونه طی کړې دي''.
حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې وايي، چې دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد فوټبال لوبډله له فیفا نه دغه ډول مهمه جایزه ترلاسه کوي.
عادلانه لوبې
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم چې په دغو مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، دغه جایزه ترلاسه کړه.
ښاغلي کریم د دغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل، چې افغان لوبغاړو په تېر یوه کال کې تل د عادلانې لوبې لپاره هڅه کړې او لاسته راوړنې یې ټولو ته روښانه دي.
د فوټبال په بېلابېلو برخو کې د جایزو ورکولو جشن هر کال د فیفا ۲۰۹ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په سویس کې ترسره کیږي.
د جایزې د وېش په مراسمو کې د فوټبال نړیوال ځلېدلې لوبغاړي هم برخه اخلي.

په تېر میلادي کال کې یوه مهم سیالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستۍ سیالي وه، چې نژدې له لس کال وروسته ترسره شوه.
په دغو سیالۍ کې افغانستان پاکستان کې درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.
ټاکل شوې، چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ بله لوبه د روان کال په مارچ کې په لاهور کې ترسره شي.
د افغانستان فوټبال لوبډلې تېر کال د سویلې اسیا اتلولي وګټله. دغې لوبډلې د نړۍ ۱۴۰ مقام په فوټبال کې خپل کړی دی او له ګاونډي پاکستان څخه مخکې دی.
داسې باور کیږي، چې دغه جایزه به افغان لوبغاړي لا وهڅوي، چې د فوټبال په برخو کې خپلې هڅې نورې هم ښې کړې.








