کریسټیانو رونالډو د کال غوره لوبغاړی شو

- Author, هدايت الله هميم
- دنده, بي بي سي
د پرتګال لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د فوټبال د نړیوال فدراسیون "فیفا" د کال د غوره لوبغاړي جایزه (طلايي توپ) ګټلی دی.
له هغه سره د دغې جایزې ترلاسه کولو سیالۍ ته لیونل میسي او فرانک ریبري هم ولاړ وو.
دا دویم ځل دی چې رونالډو پرله پسې توګه د فیفا طلايي جایزه ګټي.
رونالډو په ډېرو احساساتي شېبو کې د جایزې ترلاسه کولو پرمهال د خوښۍ له کبله خپلې اوښکې تویې کړې او وویل چې: "له هرڅه وړاندې د ریل مدرید له لوبډلې او خپل ملي ټیم مننه کوم، د دوی له هڅو پرته دا کار نه کېدونکی و. ډېر خوشحاله یم؛ ځکه چې ددغې جایزې ګټل ډېر ګران کار دی".
په داسې حال کې چې د رونالډو زوی د هغه ترڅنګ و، وویل چې: "زما د مور، مېرمنې، ملګرو او زوی په ګډون ټول هغه کسان چې له ما سره په اړیکه کې دي، مننه کوم. رښتیا هم دا شېبه زما لپاره ډېره د ویاړ خبره ده".
مخکې له دې چې د ارجنټاین بارشلونا لیونل میسي د فیفا د طلايي توپ ګټونکی شي، کریسټیانو رونالډو هغه وروستی لوبغاړی و، چې په ۲۰۰۸ کال یې دغه جایزه ترلاسه کړه.
د پرتګال او د ریل مدرید لوبډلې دغه لوبغاړي په تېر پېر او ۵۶ لوبو کې خپل ملي ټیم ته ۶۶ ګولونه ترلاسه کړي دي.
د بایرن مونیخ ستر روزونکي یوپ هاینکس په تېر پړاو کې د اروپا د اتلانو لیګ او بوندس لیګا اتل شوی و.
ندین انګریر بیا د جرمني د ملي ټیم د ګول ساتنې د غوره ښځینه لوبغاړې جایزه واخیسته.
عادلانه لوبه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د عادلانه لوبې جایزه وګټله.
دغه جایزه هرکال په نړۍ کې هغه شخص یا بنسټ ته ورکول کیږي، چې په تېر یوه کال کې یې د رښتینې لوبې اصول رعایت کړي وي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون "فیفا" د دغې جایزې د اعلان پرمهال د افغانستان فدراسیون ته لیکلي: "سره له دې چې په افغانستان کې د تېر څو لسیزو جګړو اغېز لا هم پر خپل ځای پاتې دی، خو بیا هم د افغانستان فوټبال په تېر یوه کال کې په ټول هیواد کې د دغې لوبې د پرمختګ لپاره او دا رنګ د غوره مسلکي لیګ په ترسره کېدو کې ښه مهم پړاوونه طی کړي دي".








