نامتو پرتګالی فوټبال ستوری مړ شو

د پرتګال فوټبال ستوری اېوسېبیو چې د ۱۹۶۶م کال په نړیوال جام کې یې تر ټولو زیات ګولونه وهلي وو، د ۷۱ کلونو په عمر مړ شو.
اېو سېبیو دا سیلوا فېریېره په ۱۹۴۲م کال کې په موزامبیک کې چې هغه مهال د پرتګال مستعمره وه، وزېږېد.
نوموړي د پرتګال لپاره ۴۶ لوبې وکړې او ۴۱ ګولونه یې ووهل.
هغه په ۱۹۶۶م کال کې د فوټبال په نړیوال جام کې چې په برتانیا کې وشو ۹ ګولونو ووهل.
اېو سېبیو د نړۍ یو تر ټولو ښه لوبغاړی بلل کېږي چې په ۷۴۵مسلکي لوبو کې یې ۷۳۳ ګولونه وهلي وو.
نوموړی تېر کال څو ځله روغتون ته لېږدول شوی و چې د زړه او تنفسي جهاز ستونزې یې لرلې.
هغه په ۱۹۶۵م کال کې د چټکې لوبې او په لوبه کې د ښو پاسونو او چلونو په کولو د اروپا د کال لوبغاړی وپېژندل شو.
نوموړي په ۱۹۶۲م کال کې په بېنېفیکا کې اروپایی جام وګاټه.
اېو سېبیو ۱۵ کاله د پرتګال په کلب کې تېر کړل او په دې موده کې یې لس لیګ اتلولۍ او د پرتګال ۵ کپونه وګټل او پرتګال ته یې په لوړو پوړیو کې اووه ځله بری راوړ.
اېو سېبیو ته د نورو تر څنګ د پرتګال د فټبال اوسني کپټان کرسټیانو رونالډو د درنښت مراتب پر ځای کړل.
د ریال ماډریډ او مانچسټر یونايټېد یوه پخوانی شوټ کوونکي په ټویټر کې لیکلی: اېو سېبیو !تل ارام اوسه!
یوه بل فوټبال ستوري، لویس فیګو لیکلی: باچا! زموږ ټولو لپاره یوه لویه ضایعه.
د چېلسي منجر هغه د خپل هېواد تر ټولو لویه څېره بللې ده.
د انګلنډ د فوټبال د ټولنې مشر ګرېګ ډایک ویلي،"اېو سېبیو او د برازیل فوټبالر پېلې په ۱۹۶۰مو کلونو کې تر ټولو زیات مشهور او پېژندل شوي فوټبال ستوري وو.
نوموړي بي بي سي ته وویل هغه زمری و او د خپل وخت رونالدو و. ده داسې استعداد لاره چې ډېر فوټبال لوبغاړي یې نه لري."
په ۱۹۶۶م کال کې د ده له برکته پرتګال دریم ځای ونیو چې وروسته بیا په نیمه پایلوبه کې انګلنډ ماتې ورکړه.
کله چې انګلند برازیل مات کړ نو د اېو سېبیو په سترګو کې اوښکې وې او له میدانه ووت.
هغه مهال چې د نوموړي د فوټبال مسلکي پېر پای ته ورسېد، هغه د پرتګال د فوټبال سفیر وو.








