د برازیل فوټبال اتلولۍ ته ۷ نورو هېوادونو لار ومونده
په برازیل کې د راتلونکي کال فوټبال نړیوالو سیالیو ته اوو نورو هېوادونو هم لار موندله.
له اروپا څخه د نړیوالو سیالیو اتل هېواد هسپانیې، انګلستان، روسیې او په لومړي ځل بوسنیا لار موندلې ده.
له جنوبي امریکا چیلي او ایکوادو وروستي هېوادونه دي چې غوره شوي.




