د مرسي ملاتړ کولو له امله پر مصري لوبغاړي بندیز

مصر کې د پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي د ملاتړ کولو له کبله د کنګفو له لوبغاړي څخه د سرو زرو مډال بېرته اخیستل شوی دی.
د یوسف کورنۍ غړي وايي، نوموړی روسیې کې د سیالیو له پای ته رسېدو مخکې بېرته هېواد ته غوښتل شوی.
رپوټونو کې ویل شوي، چې پر نوموړي راتلونکي کې هم د خپل هېواد استازیتوب کولو بندیز لګېدلی.
محمد یوسف روسیې کې د کنګفو سیالیو پر مهال داسې حال کې لیدل شوی، چې پر اغوستي کمېس یې له محمد مرسي سره د ملاتړ نښه ټومبل شوې وه.
مصر کې حکومت د روان کال جولای کې د پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي له ملاتړ کوونکو سره سخت چلند کوي.
قاهره کې د بي بي سي خبریال د لوبغاړي محمد یوسف د ورور حمام له قوله وايي، چې کله د سیالیو په نیمايي کې نوموړی بېرته هېواد ته ستون شو، نو پوښتنې ګروېږنې هم ترې شوې دي.
د حمام په خبره له یوسف څخه د سروزرو مډال هم بېرته واخیستل شو.
مصري رسنیو د یوسف هغه انځور خپور کړی، چې د دغه مډال اخیستو پر مهال یې پر کمېس د یوه ورغوي او څلورو ګوتو نښه لیدله کېږي، چې د محمد مرسي د پلوي سازمان نښان دی.
هېواد ته د نوموړي له ستنېدو مخکې د مصر کنګفو اتحادیې مشر جمال الجزر اهرام انلاین ته ویلي، چې محمد یوسف د خپلې رویې له کبله له روسیې نه وشړل شو.
د نوموړي په خبره نژدې راتلونکې کې به هم محمد یوسف ته اجازه نه ورکوله کېږي، چې د کنګفو نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي. خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې پر یوسف لګېدلی بندیز موقت دی او که د تل لپاره.








