له مصر سره د اماراتو ۳.۹ میلیارد ډالر مرسته

متحده عربي اماراتو له مصر سره د خپلو نویو ۳.۹ میلیارد ډالر مرستې ژمنه کړې ده، چې په دې سره له قاهرې سره د متحده عربي اماراتو د مرستو کچه ۴.۹ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
اماراتو په تېر جولای کې مصر ته یو میلیارد ډالر مرسته ورکړه.
د شنبې پر ورځ اماراتو پرېکړه وکړه، چې د مصر له حکومت سره به دغه مرستې د سون توکو او د مصر د نورو اړتیاوو پوره کولو کې ولګول شي.
د اماراتو رسمي خبري اژانس ویلي، د مرستو دغه پرېکړه اماراتو ته د مصر د لومړي وزیر حازم الببلاوي د سفر په لړ کې لاسلیک شوه.
اماراتو او نورو خلیجي هېوادنو د مصر له لنډمهالي حکومت سره د مرستو ژمنه کړې ده.
دغه مرستې د تېر جولای پر درېیمه د پوځ د کودتا په لړ کې د منتخب ولسمشر محمد مرسي تر لیرې کېدا او نیول کېدو وروسته پیل شوې.
اماراتو د مصر په مرکزي بانک کې ۲ میلیارد نور ډالر هم اېښي، چې هدف یې د مصري پاونډ د ارزښت ساتل دي.
سعودي عربستان او کویت هم له مصر سره د منتخب ولسمشر له لیرې کېدا وروسته د ۹ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.
د۲۰۱۱ فبرورۍ کې د مخکني مصري ولسمشر حسني مبارک تر راپرځېدا وروسته د دغه هېواد اقتصاد ډېر لوی ګوزار وخوړ.








