افغانانو د فوټبال اتلولي په پراخه ولمانځله

په کتمندو کې دجنوبي اسيا فوټبال اتلولۍ ګټلو سره خپل ټاټوبي ته په ستنېدو په کابل کې د افغان فوټبال لوبډلې ګرم هکلی وشو.
افغانانو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د خپلې فوټبال لوبډلې اتلولي په خورا ګرمۍ لمانځلې، چې د چارشنبې پر ورځ (د سپتمبر ۱۱) یې د جنوبي اسیا فوټبال سیالیو پایلوبه کې هند ته په ۲: صفر ماتې ورکړه.
افغان ولسمشر حامد کرزی د هرکلي ويونکو په سر کې و چې د خپل هېواد فوټبال لوبغاړو روغبړ لپاره هوايي ډګر ته ورغلي وو.
د افغان فوټبال لوبډلې الوتکه پنجشنبې ګهیځ نژدې ۹ بجې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کېناسته، خو له هغه مخکې بې شمېره کسان د هوايي ډګر مخې ته یو ځای شوي وو او د لوبډلې د هرکلي لپاره یې د خوښي څرګندونه کوله.
د چارشنبې د شپې تر ناوخته پورې د کابل په لارو کوڅو کې ګڼو کسانو د افغانستان د ملي فوټبال لوبډلې بریا په اړه د خوښي څرګندونه کوله.
د ملي لوبډلې لوبغاړي د زرګونو کسانو په بدرګه، چې نارینه ښځې او ماشومان په کې شامل وو، د کابل غازي لوبغالي ته ورسېدل، چې وار له مخه په کې د لوبو اړوند چارواکو، سیاسي مشرانو لوړپوړو حکومتي چارواکو، د ملي شورا وکیلانو سوداګرو په شمول بې شمېره کسان یو ځای شوي وو.
په ځايي رسنیو کې د افغان فوټبال اتلولۍ له ګټلو وروسته ملي سندرې خپرېدې او د پلازمېنې پر سړکونو، موټر لیدل کېدل چې د افغانستان ملي بېرغ پرې رپیده.
د پلازمېنې کابل په لارو کوڅو کې لسګونه زره کسان سهار وختي راټول شول، چې د خپلې ملې لوبډلې بریا ولمانځي او هېواد ته د افغان ملي لوبډلې د لوبغاړو د ستنېدو پر مهال د هغوی هرکلی وکړي.
د ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر لوړ پوړي افغان چارواکي او زرګونه کسان د کابل هوايي ډګر ته ورغلل او د ملي لوبډلې هر کلی یې وکړ.
له هوايي ډګره تر غازي سټېډیمه زرګونه کسان د ملي لوبډلې مله وو او د خوښۍ څرګندونه یې کوله.
د افغان ملي فوټبال لوبډلې په مرکزي پوزېشن کې لوبېدونکی یوسف مشرقي، چې د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او د نیویارک سټي په برېشنا فوټبال کلب کې لوبه کوي، د افغانستان دولتي ټلویزیون ته وویل، چې لسیزې وروسته هېواد ته ستون شوی او د ځان لپاره ویاړ بولي، چې د جنوبي اسیا په فوټبال سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې غړی و.
د نوموړي په خبره دا ورته د خوب لیدو په څېر دي، چې د خپل هېواد د اتلې لوبډلې د یوه غړي په توګه یې هېواد ته د بریا په راوړو کې برخه درلوده.
افغان ولسمشر حامد کرزي د شانګهاي همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره کرغیزستان ته لاړ او و نه توانید د ملي لوبډلې د بریا په جشن کې ګډون وکړي، خو په خپل پیغام کې یې د افغانستان فوټبال فدراسیون غړو، د ملي لوبډلې لوبغاړو او ټولو افغانانو ته د بریا په باب مبارکي ویلي.
د ولسمشر کرزي په پیغام کې چې د جشن مراسیمو په پیل کې ولوستل شو، راغلي " دا لومړي ځل دی، چې افغانستان داسې لویه اتلولي تر لاسه کوي"
افغانستان کې د فوټبال د ملي لوبډلې د بریا تود هرکلی شوی. اوسمهال افغانستان د فیفا په نړیواله کیټګرۍ کې ۱۳۹ او د اسیا په کچه ۲۱ مقام لري او هند په نړۍ کې ۱۴۵ او په اسیا کې ۲۴ مقام لري.








