شېبه په شېبه د افغانستان او هند فوټبال پایلوبه
افغانستان ۲: ۰ هند
افغانستان لوبه وګټله، افغانستان د جنوبي اسيا اتل شو.
د لوبې اصلي ۹۰ دقيقې وخت پای ته ورسېد، څلور دقيقې د ضايع شوي وخت بدل کې ورکړل شوې، لا تر اوسه افغانستان د صفر په مقابل کې په ۲ ګولونو پر هند برلاسی دی.
افغان فوټبال لوبډلې تر اوسه هېڅ نړيواله لوبه له هند نه ده ګټلې، که پايله د لوبې تر پايه همداسې وه، دا به لومړی ځل وي چې افغانستان به يې هم له هند ګټي او هم به د جنوبي اسيا اتلولي کورته وړي.
د هند ګول ساتونکي د خپلې سزا سيمې بهر توپ لاس کې نيولو سره د خپلې لوبډلې پر وړاندې فول ترلاسه کړ، خو افغان لوبغاړي حشمت الله شوټ له ګول بهر وواهه.

د لوبې دوهمې نيمې ۳۵ دقيقې تېرې شوې دي، لس دقيقې نورې پاتې دي، لا تر اوسه افغانستان د صفر په مقابل کې په ۲ ګولونو پر هند برلاسی دی.
دلوبې ۷۴ مه دقيقه کې د هند ۱۱ شمېرې لوبغاړي چې ډېر خطرناک دی، د افغانستان د سزا سيمې بهر ځواکمن شوټ وواهه، خو د ډنډې له سر بهر تېر شو.
تر اوسه افغانستان ۸ او هند ۱۶ فولونه کړي دي.
هند پر افغان ګول ۷ او افغانستان پر هند ۲ شوټونه کړي دي.
د لوبې ۷۰ مه دقيقه کې د افغان لوبډلې حشمت الله محمد جان د محمد معروف جمهور پر ځای د لوبې ډګر ته ورکوز شو.
د لوبې تر ۷۲ مې دقيقې افغانستان ۲ او هند ۷ اف سايډه کړي دي.
د لوبې دوهمې نيمې ۲۵ دقيقې تېرې شوې دي، لا تر اوسه افغانستان د صفر په مقابل کې په ۲ ګولونو پر هند برلاسی دی.
د لوبې ۶۲ دقيقه کې د افغان لوبډلې ۱۱ مه شمېره لوبغاړي سنجر احمدي د افغانستان دوهم ګول وواهه.
د لوبې ۶۰ مه دقيقه کې هند پر افغان ګول هڅه وکړه، خو ګول ساتونکي منصور فقير يار خپل ګول وساته، له دې مخکې که څه هم ګول ساتونکي منصور فقيريار يو بل توپ وژغوره خو د څنګ لوبڅاري د هند لوبغاړي ته د اف سايډ جنډه هم پورته کړه.
د لوبې دوهمې نيمې ۱۰ دقيقې تېرې شوې دي، لا تر اوسه افغانستان د صفر په مقابل کې په يو ګول پر هند برلاسی دی.
د نيپال پلازمېنه کتمندو کې د افغانستان او هند فوټبال لوبې دوهمه نيمه پيل شوه.
تر اوسه افغانستان ۸ او هند ۱۳ فولونه کړي دي.
د کرېکټ پرتله فوټبال په هند کې دومره وتلې لوبه نه ده خو بیا هم داسې ډېر خلک شته چې دغه لوبه خوښوي.
د جنوبي اسيا فوټبال اتلوليو پايلوبه چې د نيپال پلازمېنه کتنمندو کې روانه ده، افغاننستان په کې له هند سره لوبه کوي.

افغان لوبفاړو په لومړۍ نيمه کې په پوره تلوسه او تاندو هڅو لوبه وکړه، او داسې ښکارېده چې د لوبې ګټلو لپاره پياوړی هوډ لري.
دا دوهم ځل دی چې افغانستان په کې د فوټبال يوه سيمه ييزه اتلولۍ کې پايلوبې ته رسېږي.
تېر ځل په ۲۰۱۱ کال افغانستان هم په هند کې له کوربه هېواد لوبډلې سره لوبه کوله، خو افغان ګول ساتونکي چې لوبه کې سور کارت واخيست افغانانو د صفر پر وړاندې په څلورو ګولونو وبايلله.
۱۵ دقيقې دمه ده، د جنوبي اسيا فوټبال اتلويو نيمه شوه، ۴۵ دقيقو وروسته، د ضايع شوي وخت بدل کې دوه دقيقې اضافي هم تېرې شوې.
د لوبې نيمې وروستيو شېبو کې افغان لوبډلې په پوره ځواک له خپل ګول دفاع وکړه.
د لوبې ۴۰ دقيقه کې د افغان لوبډلې محمد يوسف مشرقي د لوبڅار له لوري ژېړ کارت واخيست.

د لوبې ۳۶ مه دقيقه کې هند پر افغان ګول ډېر خطرناک شوټ وواهه، خو افغان ګول ساتونکي منصور فقير يار په پوره تکړه هڅه خپل ګول وساته.
په ۳۲ دقيفه کې هند لوبډلې له ښي اړخه کارنر وواهه، توپ خطر ناک و، خو افغان دفاع لوبغاړو توپ له خپلې سيمې لرې وواهه.

د جنوبي اسيا فوټبال اتلويو ۳۰ دقيقې تېرې شوې، لا تر اوسه لوبه افغانستان ۱: ۰ هند
په ۲۷ مه هند لوبډلې د کيڼ لوري پر افغان ګول شوټ وکړ، خو افغان ګول ساتونکي توپ ونيو.

۲۳ مه دقيقه کې هند لوبډلې د افغانستان سزا سيمه کې خطرناکه لوبه وکړه، خو ګول يې ونه شوی کړی.
افغانستان د جنوبي اسيا فوټبال اتلوليو کې د هند پر وړاندې لوبېږي، د لوبې تر ۲۰ مې دقيقې افغان لوبډله يو د هند لوبډله صفر. افغان ګول ساتونکی خپل ګول په دفاع کې داسې ښکاري چې لږ خوږ شو...
لوبه د نيپال پلازمېنه کتمندو کې روانه ده..
د لوبې ۱۲ دقیقې تېرې شوې دي. افغانستان یو، هند صفر








