کرېکټ: اسټراليا د ښځينه وو شل اوريز نړيوال جام وګاټه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي لندن
د ښځينه وو کرېکټ شل اوريز نړيوال جام پایلوبه کې اسټراليا جنوبي افريقا ته د ۱۹ منډو په توپير ماته ورکړه او د سږني نړيوال جام اتلولي يې په خپل نامه کړه.
اسټراليا د نننۍ لوبې د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره جنوبي افريقا ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.
جنوبي افريقا ونشوی کړی ټاکلی هدف پوره کړي، په شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډې وکړې او سيالي يې وبايلله.
د اسټراليا لپاره بېټ موني ناسوځېدلې ۷۴ منډې جوړې کړې او له دې سره د نننۍ سيالۍ غوره لوبغاړې ونومول شوه. د نوموړې تر څنګ اشلي ګارډنر ۲۹، اليسا هېلې ۱۸، ګرېس هارث او لوبډلمشرې مېګ لنسېنګ لس لس منډې جوړې کړې.
د جنوبي افريقا لپاره شبنم اسماعيل او مريزېن کپ هرې يوې دوه دوه او کوول ټراين او مبا يوه يوه وېکټه واخيسته.
په توپ وهنه کې بیا د جنوبي افريقا لورا ولوارډ ۶۱ او او کوول ټراين ۲۵ منډې وکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسټراليا ښځينه لوبډلې تر دې وړاندې پنځه ځل د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام ګټلی دی چې له دې بريا سره يې دا شپږم ځل شو.
دغه سيالۍ چې د جنوبي افريقا په کوربتوب ترسره کېدې اسټراليا په کې نيوزيلنډ، بنلګه دېش، شري لنکا، جنوبي افريقا او هند ته ماته ورکړه او پايلوبې ته لار ومونده.
جنوبي افريقا بيا دې پړاو ته د رسېدو لپاره انګلنډ، بنګله دېش، نيوزيلنډ او شري لنکا ته ماته ورکړې وه.










