عربستان کې د فوټبال وتلي ستوري رونالډو او د هغه د ملګرې ژوند ولې بحثونه راپارولي؟

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رونالډو او د هغې ملګرې جارجېنا

د سعودي عربستان له یوه ځایې کلب "النصره" سره د لوبیدو له تړون وروسته کرېسټیانو رونالډو که څه هم اوونۍ وړاندې سعودي عربستان ته رسیدلی خو لا یې رسمي لوبه نه ده کړې.

عربستان ته د رسیدو له سره سم د هغه د خوړو- څښلو، د عربي چارواکو سره د ناستې ولاړې او تمرین ګڼې لنډې ویډیوګانې خپریږي. خو له دې ټولو سربېره له خپلې بې واده کړې ملګرې سره د هغه د ګرځيدو بحثونه د خلکو تر منځ ډېر کېږي.

په دغه عربي هېواد کې له واده پرته د انجلۍ او هلک یو ځای اوسېدل یا جنسي اړیکې پالل بند دي ،" دا کار د سزا وړ جرم بلل کیږي، او په اړه یې سخت قانون" لګول شوی دی.

په همدې حال د لوبو اړوند ځینو ډلو او فعالو کسانو ادعا کړې او وايي " ډېر امکان شته چې کرېسټیانو رونالډو دې له خپلې نا واده شوې ملګرې جارجینا سره د ګډ اوسیدو په اړه له قانوني حکمه معاف شوی وي."

سعودي چارواکو، د فوټبال د النصره کلب یا رونالډو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو کله چې دغه عربي کلب له دوی سره د رونالډو د یو ځای کېدو اعلان کاوه او له هغې وروسته یې چې کله ده ته په سعودي عربستان کې د هر کلي مراسم نیولي وو د رونالډو تر څنګ په دې مراسمو کې له هغه سره خپله ملګرې جارجینا وه او اوږد کمېس یې اغوستی و.

د سعودي عربستان له یوه کلب " النصره" سره د تړون له لاسلیک وروسته دا د عربي نړۍ او فوټبال لوبې په ډګر کې ستر تاریخي ګام و، تبصره کوونکي د دې تړون په سیاسي، ټولنیز، دودیز او نورو اغېزو هم ژور بحثونه کوي.

ځينې پوهانو خو دا کار ان تر ۲۰۳۰م کاله پورې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د پرمختګ له موخې او پلان سره تړلی بللی، وایي چې سعودي چارواکي دې ګام ته د بېلابېلو پالیسیو له نظره ګوري چې، د خلکو پام له ځینو ستونزو بلخوا واړوي.

کرېسټیانو رونالډو له مانچسټر یونایټېډ سره د تړون وروسته له دغه عربي کلب سره یو ځای شوی.

۳۷ دغه کلن لوبغاړي تېره میاشت په قطر کې د فوټبال وروستی نړیوال جام ولوباوه او له مراکش سره تر لوبې وروسته له ژړا په ډکو سترګو له میدانه ووت.

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فوټبال نامتو لوبغاړی رونالډو او د هغه ملګرې

رونالډو او جارجینا له کله راهیسې سره په اړیکه کې دي؟ د سعودي قانون یې په اړه څه وایې؟

سعودي عربستان کې د شریعت قانون نافذ دی دا قانون نا واده شویو جوړو ته د یو ځای اوسېدو اجازه نه ورکوي، په عام ډول که څوک چېرې په هوټل کې اوسیږي یا که څوک خپل کور چاته په کرایه ورکوي نو د محرم درلودو اسناد ترې غوښتل کیږي.

د دغه قانون سرغړونکو ته سخته قانوني جزا ورکول کیدای شي، که څه هم له تېرو څو کالونو راهیسې بهرنیو وګړو او سیلانیانو ته له قانوني اړخه یو څه نرمښت ښودل کېږي.

په دې لړ کې په ۲۰۱۹م کال کې سعودي عربستان د ویزو پالیسي نرمه کړه د نوي نرمښت له مخې " نا واده شویو کسانو ته هم ویزې او هم د هوټل کوټې ورکول کیږي خو د هر چا کوټه باید جلا جلا وي."

خو له دې مخکې په هوټل کې د کومې کوټې نېولو لپاره باید د واده سند ښودل شوی وی، او دا چې د فوټبال دا نامتو لوبغاړی او د هغه ملګرې جارجېنا د ډېر وخت لپاره په سعودي عربستان کې پاتې کیږې ځکه نو د دوی د اوسیدو څرنګوالی د ډېرو تر منځ ګرمه موضوع ده.

د قانون پوهانو په باور دا جوړه به هم له قانونه پورته ونه بلل شي خو وایې په سعودي عربستان کې بهرنیو ته د ورکړل شویو ازادیو په لړ کې د دې ډېره شونتیا شته چې دا نرمي د رونالډو او جارجېنا د ګډو اوسیدو په اړه هم پلي شي.

کرېسټیانو رونالډو او جارجېنا له ۷ کالونو راهیسې له یوه بل سره په اړیکه کې دي، هغه مهال رونالډو د هسپانوي مېډرېډ فوټبال کلب لپاره لوبیده.

دوی دواړو واده نه دی کړی خو دوه ماشومان لري.

سره له دې چې فکر کېږي، د سعودي حکومت به رونالډو او د هغه ملګرې پر وړاندې د نرمښت چلن وکړي خو ډېر بیا وایې " قانون او دین یوازې غریبانو ته دی"

د سعودې عربستان ممکنه نرمښت ډېر خلک خوشبینه کړي هم دي خو دوی بیا پوښتنه کوي چې ایا کرېسټیانو رونالډو او جارجینا به واده سره وکړي؟