د پاکستان سوپر لیګ نهمه ورځ؛ د شل اوریز کرېکټ افغان لوبډلمشر او ځینې نور افغان لوبغاړي هم ورسېدلي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
د پاکستان سوداګریز کرېکټ لیګ په نهمه ورځ د افغانستان د کرېکټ یو شمېر ملي لوبغاړي هم په پاکستان کې له خپلو لوبډلو سره یو ځای شوي.
له قیس احمد پرته نور افغان لوبغاړي په ابوظبۍ کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د دریو شل اوریزو لوبو له کبله د دغه لیګ په لومړیو نهو لوبو کې نه وو.
افغانستان وړمه ورځ له متحده عربي اماراتو د شل اوریزو لوبلړۍ وګټله.
له دې بریا وروسته ځينې لوبغاړي نن له ګټلي جام سره کابل او ځينې هغه چې پاکستان سوپر لیګ ته اخیستل شوي، هغه هېواد ته رسېدلي دي.

د عکس سرچینه، ACB Media
لاهور قلندرز لوبډلې چې راشد خان یې هم برخه ده په ټولنیزو رسنیو کې ښاغلي خان ته ښه راغلاست ویلی او هغه ته یې د هر کلي ځانګړي مراسم نېولې وه.
د لاهور قلندرز لوبډلې له پاڼې څخه په خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې ټول لوبغاړي د هغه په درناوي درېږي او راشد خان ته د زړه په بڼه جوړې سرې پوکاڼۍ له ښه راغلاست ویلو سره ورکوي.
له دغو ښه راغلاست مراسمو وروسته راشد خان نن د کوټې پر وړاندې لوبېدونکې لوبډله کې هم اخیستل شوی، دا لوبه په کراچۍ کې کېږي.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
رحمان الله ګربز او فضل الحق فاروقي دوه نور افغان لوبغاړي دي چې له اسلام اباد یونايټېډ سره یو ځای شوي.
رحمان لله ګربز د سفر له تصویرونو سره لیکلي "ملي دنده مو تر سره کړه اوس پاکستان ته د پاکستان سوپر لیګ لپاره."
د دوی لوبډلې ٰاسلام اباد یونایټېډ د دواړو افغان لوبغاړو تصویرونو له خپرولو سره لیکلي "زمونږ ګرمه لوبډله لا پياوړې او غټيږي، رحمان الله ګربز او فضل الحق فاروقي له لوبډلې سره تمرین تر سره کړ."
پېښور زلمو لوبډلې په ترکیب کې افغان ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمان او عظمت الله عمرزی اخیستل شوي.
دوی به د بابر اعظم تر لوبډلمشرۍ لاندې د پېښور زلمو لوبډلې لپاره لوبېږي.
سږ کال د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ اتم پړاو دی او د سږنيو لوبو لپاره اسلام اباد یونايټېډ، پېښور زلمو، کوټې ګلډیټرز او لاهور قلندرز افغان لوبغاړي اخیستي دي.
نوین الحق هم له قیس احمد سره یو ځای د کوټې په لوبډله کې اخېستل شوی، قیس احمد وار له مخه له لوبډلې سره دی خو نه نوین الحق او نه یې هم لوبډلې تر اوسه د ورتګ په اړه څه ویلي.
ډېری افغان لوبغاړي په دې وروستیو کې په څو نړیوالو لیګونو کې بوخت وو خو د اماراتو پر وړاندې د سیالیو لپاره په اماراتو کې سره یو ځای شول.
د پاکستان سوپر لیګ کې شپږ لوبډلې یوه د بل پر وړاندې لوبېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا لیګ د فبرورۍ له دیارلسمې پیل شوی او پای لوبه یې د مارچ پر ۱۹مه لاهور کې پلان ده.
نن سې شنبه د لاهور قلندز او کوټې لوبه د لوبلړۍ نهمه لوبه ده او ټولې ۳۰ ګروپي سیالۍ کېږي.
تېر کال د راشد خان په ګډون ٰلاهور قلندرزٰ لوبډلې د دغې لیګ اتلولي وګټله او سږ کال له خپلې اتلولی دفاع کوي.
هغه مهال هم راشد خان له ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو له کبله په وروستۍ څو سیالیو کې نه و خو د لوبډلې څښتن یې د خدای پامانۍ په مراسمو کې ویلي و چې لاهور قلندرز لوبډلې ته راشد خان ځانګړی اهمیت لري او ټینګار یې کړی و چې "که د یوې سیالۍ لپاره هم وي لاهور قلندرز لوبډله به د هغه ګډون ته سترګې پر لاره وي."










