افغان ماشوم چې په "کوچني مېسي" مشهور دی ايټاليا ته لېږدول شوی

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA-GETTY IMAGES
- Author, خلیل نوري
- دنده, بي بي سي
افغان ماشوم مرتضی احمدي چې په "کوچني مېسي" هم مشهور دی له خپلې کورنۍ سره ایټالیا ته لېږدول شوی دی. کورنۍ یې بي بي سي ته ویلي، په ۲۰۱۶ کال کې یې په قطر کې له لېونل مېسي سره تر ليدنې وروسته د هغه د امنیت او خوندیتوب په اړه يې اندېښنه درلوده او څو ځلې ګواښونه هم ورته شوي وو.
مرتضی احمدي چې اوس دولس کلن دی، د پنجشنبې په ورځ د مور او پلار په ګډون د خپلې کورنۍ اوو غړو سره د ایټالیا روم ته ولېږدول شول.
مرتضی احمدي پنځه کلن وو چې د پلاستیک یوه ابي او سپینه کڅوړه یې اغوستې وه، د مېسي نوم او ۱۰ شمېره پرې لیکل شوي وو، له توپ سره د لوبو پر مهال ترې یو عکس اخیستل شوی و او د همدغې له کبله خورا مشهور شو.
په ۲۰۱۶ کال کې د بارسلونا او قطر لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ په څنډو کې له مېسي سره د هغه لیدنې د مرتضی شهرت نړیوال کړ.
د مرتضی کورنۍ وايي، له هغې راهیسې دغه کوچني ماشوم نشو کولای چې د امنیتي اندېښنو له کبله ان ښوونځي ته لاړ شي.
د هغه پلار عارف احمدي وايي اندېښنه یې درلوده چې سړي تښتونکي یې زوی ونه تښتوي او څو څو ځله له نا اشنا شمېرو څخه اړیکه ورسره نیول شوې وه او ګواښونه ورته شوي وو.
نوموړی وايي "د قطر تر سفر او له مېسي سره تر لیدنې وروسته کله چې افغانستان ته راستانه شوو یو ډول اندېښنې راته پیدا شوې. له مافیا مې اندېښنه درلوده، هغه چې سړي تښتوي. مرتضی ان نه شو کولای ښوونځي ته ولاړ شي. او دغه اندېښنې تر اوسه روانې وې. ځکه قطر ته تللی وم او هغوی داسې فکر کاوه چې له ځان سره مې پیسې راوړي دي. ګواښونه راته کېدل او ویل یې پیسې راکړئ، پرته له هغه مرتضی تښتوو او یا به مو له کورنۍ سره یو کار وکړو."
ښاغلی احمدي وايي په شپږو وروستیو کلونو کې یې د مجبوریت له مخې څو ځله خپل کور په کابل، غزني او مزار کې بدل را بدل کړ. هغوی اصلا د غزني د جاغوري ولایت اوسېدونکي دي.

د مرتضی کورنۍ وايي له تیرې میاشتې راهیسې پاکستان کې اوسېدل او تر هغې وړاندې یې په افغانستان کې ژوند کاوه.
په ورستیو کې د مرتضي مشرې خور مهدیه احمدي له ګڼو نړیوالو بنسټونو سره اړیکې نیولې او له هغوی یې غوښتنه کړې وه چې د دوی کورنۍ له افغانستانه بهر ولېږدوي. هغه وايي، د تېر حکومت له پرځېدو راهیسې یې هڅه کوله چې له هېواده ووځي خو موقع ورته نه وه برابره شوې.
خو بلاخره د کاریټاز ایټالیا په نوم یوه ایټالیايي خیریه بنسټ په سویس کې د مېشت یوه افغان خبریال رحمت الله علي زاده په مرسته په مرسته مرتضی او د هغه کورنۍ ایټالیا ته ولېږدول.
دوی د فبرورۍ په ۲۳مه هغوی ایټالیا ته ورسېدل.
کوچنی مېسي وایي، "لوی لوی ارمانونه لرم، لا هم له مېسي سره مینه لرم او غواړم له هغه سره فوټبال لوبه وکړم، پرمختګ وکړم، پياوړی او د مېسي په شان لوبغاړی شم. هیله مې دا ده چې له مېسي څخه لوبه زده کړم او روښانه راتلونکی ولرم. "
مرتضی وايي، لا یې هم د ارجنټیاين فوټبال ملي لوبډلې کالیو ته ورته هغه پلاستیکي کڅوړه له ځان سره ساتلې چې دی پرې مشهور شوی و.








