افغانستان د تکواندو اسیايي اتلولیو کې اووم ځای خپل کړ

تکواندو، لوبې، افغانستان

د عکس سرچینه، AFGHANISTANTKD.AF

د عکس تشریح، نوموړی فدراسیون زیاتوي چې تر دې وړاندې افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې هم اووم مقام خپل کړی و.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان کړی چې افغانستان د تکواندو په نړیوالو اسیايي سیالیو کې اووم مقام خپل کړ.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي چې د تکواندو په اسیايي اتلولیو کې د افغان ورزشکار محسن رضايي له خوا د سرو زرو او حکمت الله زین له خوا د زیړو مډال ګټلو سره د ډلبندۍ له پلوه افغانستان اووم مقام خپل کړ.

نوموړی فدراسیون زیاتوي چې تر دې وړاندې افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې هم اووم مقام خپل کړی و.

فدراسیون وايي، د فورم د ترسره کولو په برخه کې جلیل احمد سالک او سید رستم اکبري هم وتوانېدل چې د زیړو دوه مډالونه وګټي او د ازاد پاراتکواندو په برخه کې عبدالمتین هوتک د سرو زرو مډال وګاټه او په دې برخه کې د اسیا اتل شو.

بل افغان وزرشکار علي سجاد هم د ازاد پاراتکواندو په برخه کې د زیړو مډال ګتلی دی.

تکواندو، لوبې، افغانستان

د عکس سرچینه، AFGHANISTANTKD.AF

د عکس تشریح، محسن رضايي په اسیا کې د تکواندو اتل شو.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون ویلي د تکواندو په اسیايي اتلولیو کې له ۲۱ هېوادونو نه ۱۸۹ ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د نوموړي فدراسیون په وینا افغان ورزشکارانو د تکواندو په ازادو سیالیو کې چې په بیروت کې ترسره شوې هم د زیړو دوه مډالونه وګټل.

حسین لطفي د ۶۸ کیلو ګرامه او فرزاد منصوري د ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې ده.

د بیروت په سیالیو کې هم له ۴۴ هېوادونو نه ۲۶۹ ورزشکارانو ګډون درلود.

د تکواندو د فدراسیون په وینا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په همدې سیالیو کې روح الله نیکپا د زیړو مډال ګټلی و چې ورسره افغانستان د ډلبندۍ له پلوه په ۴۵ مقام و او په ۲۰۱۳ کال کې بیا افغانستان ۱۸۰ مقام خپل کړی و.