د تکواندو افغان لوبغاړي د سرو زرو لومړنی مډال وګاټه

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

افغان لوبغاړي وتوانېدل چې د کوریا ازادو سیالیو څخه لومړنی د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.

د ۷۸ کیلو ګرامه وزن په سیالیو کې فرزاد منصوري بریالی شو چې لومړی خپل قزاقستانی سیال مات کړي.

په دویمه سیالۍ کې د هغه اوکرایني سیال سیالۍ ته حاضر نه شو او په وروستۍ سیالۍ کې ښاغلي منصوري له یوه پیاوړي تایلنډي لوبغاړي سره مخامخ شو.

له تایلنډي لوبغاړي سره سیالۍ کې تایلنډی لوبغاړی په دوو پړاونو کې مخکې و خو په دریم پړاو کې فرزاد منصوري ورسره مساوي شو او سیالي طلایي پړاو ته ووتله.

د تکواندو افغان لوبغاړي
د عکس تشریح، د ۷۸ کیلو ګرامه وزن په سیالیو کې فرزاد منصوري بریالی شو چې لومړی خپل قزاقستانی سیال مات کړي.

په دغه پړاو کې افغان اتل فرازد منصوري وتوانېد چې خپل سیال مات کړي او د سرو زرو مډال خپل کړي.

په دغو سیالو کې دوو نورو افغان لوبغاړو د ژېړو مډالونه ګټلي دي.

د کوریا د تکواندو په ازادو سیالیو کې د نړۍ له ۶۰ هېوادونو څه باندې ۲۶۰۰ لوبغاړي ګډون لري چې شپږ افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي.