د تکواندو او پاراتکواندو افغان لوبغاړو محسن رضايي او عبدالمتین هوتک اسیايي اتلولي وګټله

تایکوانډو

د عکس سرچینه، afghanistan taekwondo federation

د تکواندو او پاراتکوانډو دوو افغان لوبغاړو محسن رضايي او عبدالمتین هوتک په اسیايي لوبو کې د سرو زرو مډالونه وګټل.

ښاغلي رضايي د اسیا تکواندو سیالیو ۲۴ پړاو کې په ۵۸ کیلوګرامه وزن سره د کویټ، چین، پاکستان او سوېلي کوریا لوبغاړي مات کړل او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

دغه راز عبدالمتین هوتک د پاراتکواندو برخه کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او د اسیايي سیالیو اتلولي یې وګټله.

محسن رضايي پر ۱۳۷۶ لمریز کال د ایران مشهد ښار کې زېږېدلی، خو ځلمیتوب کې کابل ته ستون او د افغان تکواندو ملي لوبډلې غړی شو.

محسن رضايي تر دې مخکې د ایران د فجر نړیوالو سیالیو د سپینو، د چین سیالیو د سرو او د اردون سیالیو د سپینو مډالونه هم ګټلي دي.

دغه سیالۍ د د وږي میاشتې پر ۲۶ مه لبنان کې پیل شوې وې او نن جمعه د وږي ۲۸ مه پای ته ورسېدې.

د پومسه تایکوانډو شپږمو اسیايي سیالیو کې دوو افغان لوبغاړو سید رستم اکبري او جلیل احمد سالک د برونزو مډالونه وګتل.

بل لور ته د عبدالمتین هوتک د سرو زرو مډال تر څنګ علي سجاد همراز په همدې سیالیو کې د برونزو مډال خپل کړ.

تکواندو سپورت په افغانستان کې ګڼ شمېر مینه وال لري او په تېرو ۱۲ کلونو کې د دې سپورت لوبغاړو افغانستان ته مهمې جایزې ترلاسه کړې دي.

تایکوانډو

د عکس سرچینه، afghanistan taekwondo federation

د دې لوبې اداري او مدیریت څانګې اختلافات او ناندرۍ بیا د تکواندو تر نړیوال فدراسیون پورې ورسېدې.

د افغانستان تکواندو په نړیواله درجه بندۍ کې ۲۰۰۹ کې اووم ځای درلود، خو تر ۲۰۱۳ کال پورې بیا ۱۸۰ ځای ته ټیټ شو.

د تکواندو افغان لوبغاړي و نه توانیدل دا وروستیو کې اردن کې د نړیوالو المپیک لوبو لپاره د لار موندنې سیالیو کې وځلېږي.

د دې سیالیو لپاره په پام کې وه، چې شپږ افغان لوبغاړي اردن ته لاړ شي، خو د دریو لوبغاړو کورونا وېروس معاینات مثبت وختل او په سیالیو کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه، پاتې دریو لوبغاړو بیا خپلو سیالانو ته لوبه بایلوده.